سیلاب په هند او پاکستان کښې درنه مرګ ژوبله اړولې
(last modified Mon, 12 Aug 2019 03:09:22 GMT )
Aug 12, 2019 07:39 Asia/Kabul
  • سیلاب په هند او پاکستان کښې درنه مرګ ژوبله اړولې

په هندوستان او پاکستان کښې د سختو ورښتونو له امل د سیلاب او ځمکې ښوییدو په پيښو کښې ۱۷۷ کسانو سرونه بایللې دي.

د فارس خبري آژانس د پروني خبر له مخې، د سخت باران، سیلاب او ځمکې ښوویدو له امله د هندوستان د لویدیځ د کارناتاکا، کِرالا او ماهاراشټر دریو صوبو کښې ۱۴۷ کسان مړه شوې دي.

له بلې خوا د پاکستان د سند صوبې په مرکز کراچۍ ښار او همداشان د خیبر پښتونخواه صوبې په ځینو سیمو کښې هم باران ډیر تاوان رسولې او په مختلفو پيښو کښې ۳۰ کسانو سرونه بایللې دي.

د دواړو هیوادونو په سیلاب ځپلو سیمو کښې د خلکو د ژغورنې او مرسته رسونې عملیات دوام لري.