تهران کښې د پاکستان د خپلواکۍ کلیزه ونمانځله شوه
د ایران د اسلامي جمهوریت په پلازمینه تهران کښې د پاکستان د سفارت له خوا د دغه هیود د خپلواکۍ د ۷۳ کلیزې مراسم ترسره شول.
د ایران د اسلامي جمهوریت په پلازمینه تهران کښې د پاکستان د سفارت له خوا د دغه هیود د خپلواکۍ د ۷۳ کلیزې مراسم ترسره شول.
تهران کښې نن د پاکستان د سفارت له خوا د دغه هیواد د خپلواکۍ د کلیزې جشن ترسره شو او په کښې د پاکستان جګ پوړو سفارتکارانو د خپل هیواد د وزیراعظم عمران خان او ولسمشر عارف علوي پيغامونه ولوستل.
په دې موقع په تهران کښې د پاکستاني سفارت د سکول او کالج ماشومانو او زده کونکو هم ملي نغمې وویلې او ویناوې یې وکړې.
هم داشان ایران ته د پاکستان د موټرسایکل سپرو یوې راغلې ډلې هم په دغو مراسمو کښې ګډو وکړ. د دوستۍ د دغې ډلې مشر ښاغلي ترین په یادو مراسمو کښې په خپله وینا کښې وویل چې دوي د پاکستان له خوا ایران ته د دوستۍ پيغام راوړی دی او موخه یې د دواړو هیوادونو ترمینځ د دوستانه اړیکو او سیاحت پراختیا ده.
د مراسمو په پاې کښې ګډونوالو د کشمیر له خلکو سره هم خپل پیوستون اعلان کړ.