هندوستان باید په کشمیر کښې ټولپوښتنه وکړی
-
د کشمیر په ډیرو سیمو کښې دهندوستان عسکر دیره دي او ګزمې کوي او په سرینګر سیمه کښې ډیر کم خلک له خپلو کورونو بهر راوځي .
زمونږ خبریال وایی دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی پرون د پنجاب صوبې په ملتان ښار کښې په یوه(۱) خبری کانفرنس کښې د هندوستان لومړی وزیر ته وویل چې په کشمیر کښې ټولپوښتنه(referendum ) ترسره کړی .
هغه وویل زه د هندوستان لومړی وزیر ناریندرا مودی ته چیلنج ورکوم چې ګرځبندیز یعنی کرفیو( curfew) ختمه کړی او د کشمیر دپخوانۍ اعلی وزیرې میرمن محبوبه مفتی ، د اوسنی اعلی وزیر عمر عبدالله او د حریت کانفرنس د مشرانو میر واعظ عمر فاروق یاسین ملک او دنورو شخصیتونو د کشمیر خلکو او دحکومتی چارواکو په شمول ټولو ته بلنه ورکړی چې په کشمیر سیمه کښې په ټول پوښتنه کښې ګډون وکړی .
د پاکستان خارجه وزیر خورشید شاه دهندوستان لومړی وزیر ناریندرا مودی ته په وینا کښې وویل په سرینګره یا بل هر ځاې کښې چې ته یې مناسب ګڼئ ټولپوښتنه ترسره کړه .
د هندوستان ترکشمیر لاندې سیمه کښې د خلکو پرضد محدودیتونه اوس هم دوام لری او نن څوارلسمه (۱۴) ورځ کیږی چې د کشمیر خلک له ډیرو زیاتو مشکلاتو سره مخامخ شوی دی .
د کشمیر په ډیرو سیمو کښې دهندوستان عسکر دیره دی او ګزمې کوی او په سرینګر سیمه کښې ډیر کم خلک له خپلو کورونو بهر راوځی .
د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی وویل د ملګروملتونو سرمنشی انتونیو ګوتریش ویلی دی چې دوې کشمیر د لانجې وړ سیمه ګڼی او د ملګروملتونو پریکړه لیکونه ددغه سیمې شخړه ختمولی شی کومه چې له نړیوالو قوانینو سره سمون خوری .