پاکستان کښې لسګونه افغانستانیان ونیوی شول
Aug 20, 2019 10:03 Asia/Kabul
خبري سرچینو د پاکستان په شمال لویدیځ کښې بې له اجازتنامې د افغانستان د خپلواکۍ د کلیزې د نمانځلو په تور د دغه هیواد د ۳۸ ښاریزو د نیول کیدو خبر ورکړ.
خبري سرچینو د پاکستان په شمال لویدیځ کښې بې له اجازتنامې د افغانستان د خپلواکۍ د کلیزې د نمانځلو په تور د دغه هیواد د ۳۸ ښاریزو د نیول کیدو خبر ورکړ.
د تسنیم خبري آژانس په لیکنه، د خیبرپښتونخوا صوبې د مرکز پیښور ښار د پولیسو ویاند عنایت علي ویلي چې دغه شمیر افغان وګړي د افغانستان د خپلواکۍ د کلیزې د نمانځلو او د دغه هیواد د بیرغ د پورته کولو لپاره د پاکستان له حکومته د مجوز د نه اخیستو په وجه نیول شوې دي.
د ویلو ده چې د افغانستان خلکو پرون له انګریز استعماره د دغه هیواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن ولمانځه.
ټیګونه