پاکستان کښې لسګونه افغانستانیان ونیوی شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i84108-پاکستان_کښې_لسګونه_افغانستانیان_ونیوی_شول
خبري سرچینو د پاکستان په شمال لویدیځ کښې بې له اجازتنامې د افغانستان د خپلواکۍ د کلیزې د نمانځلو په تور د دغه هیواد د ۳۸ ښاریزو د نیول کیدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 20, 2019 10:03 Asia/Kabul
  • پاکستان کښې لسګونه افغانستانیان ونیوی شول

خبري سرچینو د پاکستان په شمال لویدیځ کښې بې له اجازتنامې د افغانستان د خپلواکۍ د کلیزې د نمانځلو په تور د دغه هیواد د ۳۸ ښاریزو د نیول کیدو خبر ورکړ.

خبري سرچینو د پاکستان په شمال لویدیځ کښې بې له اجازتنامې د افغانستان د خپلواکۍ د کلیزې د نمانځلو په تور د دغه هیواد د ۳۸ ښاریزو د نیول کیدو خبر ورکړ.

د تسنیم خبري آژانس په لیکنه، د خیبرپښتونخوا صوبې د مرکز پیښور ښار د پولیسو ویاند عنایت علي ویلي چې دغه شمیر افغان وګړي د افغانستان د خپلواکۍ د کلیزې د نمانځلو او د دغه هیواد د بیرغ د پورته کولو لپاره د پاکستان له حکومته د مجوز د نه اخیستو په وجه نیول شوې دي.

د ویلو ده چې د افغانستان خلکو پرون له انګریز استعماره د دغه هیواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن ولمانځه.