په پاکستان کښې د غدیر د اختر جشن ترسره شو
د پاکستان شیعه مسلمانانو او په دغه هیواد کښې استوګنو ایرانیانو نن د غدیر د نیکمرغه اختر په مناسبت د جشن دستورې ترسره کړې.
د ایرنا د خبر له مخې په دغو مرسامو کښې ویناوالو د غدیر د تاریخي واقعې په بیانولو سره، د اسلام د قدرمن پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) له خوا د نړۍ د شیعیانو د وړومبي امام حضرت علي علیه السلام د امامت او ولایت د اعلان کلیزه مقدسه او محترمه وبلله او مداحانو په مولودي خوانۍ او دیني نظمونو او نعتونو سره د خوشالۍ دغو مراسمو ته لاځلا ورکړه.
پاکستانیانو په جوماتونو او امامباړو کښې په چراغانۍ او ګلونو لګولو سره د غدیر اختر دلمانځه.
د پاکستان شیعیانو او په دغه هیواد استوګنو ایرانیانو بیګا شپه هم په لاهور، کراچۍ، کویټې او پیښور ښارونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په کلتور خونو کښې د غدیر د اختر د شپې دستورې ترسره کړې.