اماراتو ته دپاکستان دمشرانو جرګې دمشر سفر لغوه شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i84204-اماراتو_ته_دپاکستان_دمشرانو_جرګې_دمشر_سفر_لغوه_شو
ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان دمشرانو جرګې سینا مشر صادق سنجرانی دکشمیر له کړکیچ سره په یوخت متحده عربی اماراتو ته د هندوستان د لومړی وزیر ناریندرا مودی په سفر باندې اعتراض کښې ابوظهبۍ ته خپل رسمی سفر لغوه کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 25, 2019 09:27 Asia/Kabul
  • د هندوستان د حکومت لخوا دکشمیر د کورواکۍ د لغوه کولو له فیصلي وروسته د پاکستان او دهند ترمینځ تاوتریوالي زیات شوي .
    د هندوستان د حکومت لخوا دکشمیر د کورواکۍ د لغوه کولو له فیصلي وروسته د پاکستان او دهند ترمینځ تاوتریوالي زیات شوي .

ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان دمشرانو جرګې سینا مشر صادق سنجرانی دکشمیر له کړکیچ سره په یوخت متحده عربی اماراتو ته د هندوستان د لومړی وزیر ناریندرا مودی په سفر باندې اعتراض کښې ابوظهبۍ ته خپل رسمی سفر لغوه کړ .

د پاکستان دمشرانو جرګې مشر صادق سنجرانی په یوې (۱) بیانیې کښې د کشمیر دخلکو له مقاومت دملاتړ د اعلانولو په ترڅ کښې وویل دکشمیر له کړکیچ سره په یووخت متحده عربی اماراتو ته د مشرانو جرګې د لوړرتبه پلاوی سفر د پاکستان  دخلکو د روحیې د کمزوری کیدا او د  کشمیر دخلکو د ناهیلۍ سبب کیږی .

دهند لومړی وزیر ناریندرا مودی پرون متحده عربی اماراتو ته په خپل دریم (۳) سفر کښې ددغه هیواد له چارواکو سره کتنې او خبرې وکړې .

د هندوستان د ولسی جرګې لوک سبها ( Lok Sabha) لخوا ددغه هیواد تر کنټرول لاندې د کشمیر سیمې د کورواکۍ  په لغوه کولو سره د کشمیر دخلکو لپاره شرایط سخت شوی او دغه سیمې ته د هندوانو د مهاجرت او د هندوانو لخوا د کشمیر سیمې ځمکې  د اخیستلو زمینه برابره شوی ده .

د هندوستان د حکومت لخوا دکشمیر د کورواکۍ د لغوه کولو له فیصلی وروسته د پاکستان او دهند ترمینځ تاوتریوالی زیات شوی او ورپسې اسلام اباد دنوی ډیلی له دغه اقدام سره د مخالفت په ترڅ کښې له هندوستان سره خپلې  اړیکې کمې کړې