په درست پاکستان کې دکشمیریانو په ملاتړکې ستر لاریونونه وشول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i84322-په_درست_پاکستان_کې_دکشمیریانو_په_ملاتړکې_ستر_لاریونونه_وشول
د پاکستان لومړی وزیر د هند ترکنټرول لاندې د کشمیر له خلکو سره دمرستې لپاره د ملګروملتو او نورو نړیوالو اورګانونو کمزوري کړچار او په کشمیر کې د لګولو شویو محدودیتونو په نه ختمیدا باندې په سختو نیوکو سره خبرداری ورکړی،دپاکستان او هند ترمینځ دخبرواترو لپاره هیڅ چانس نشته او د دواړو لورو ترمینځ دمخامخیدا خطره زیاته شوې ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 30, 2019 09:22 Asia/Kabul
  • په درست پاکستان کې دکشمیریانو په ملاتړکې ستر لاریونونه وشول

د پاکستان لومړی وزیر د هند ترکنټرول لاندې د کشمیر له خلکو سره دمرستې لپاره د ملګروملتو او نورو نړیوالو اورګانونو کمزوري کړچار او په کشمیر کې د لګولو شویو محدودیتونو په نه ختمیدا باندې په سختو نیوکو سره خبرداری ورکړی،دپاکستان او هند ترمینځ دخبرواترو لپاره هیڅ چانس نشته او د دواړو لورو ترمینځ دمخامخیدا خطره زیاته شوې ده .

Image Caption

زمونږخبریال راپورراکړ  دپاکستان  لومړي وزیر  عمران خان یو ځل بیا د کشمیریانو په ضد دهندي حکومت او پوځ دجنایتونو او مستبدو ا قداماتو په مقابل کې دهندی  کشمیر  دخلکو یو ځل بیا ملاتړ اعلان کړی او په  درست پاکستان کې ئې  د هندی  حکومت او پوځ  دجنایتونو په ضدئې نن ورځ  توره ورځ  اعلان کړی ده.

 عمران خان د لومړي وزارت د ماڼۍ او پارلیمان په وړاندې  د کشمیریانو په ملاتړ کې په یوې غونډې کې ټينګار کړی ،پاکستان به خپل برخلیک  دټاکنې حق او آزادۍ ته درسیدو لپاره د کشمیریانو  له مبارزو ډيپلوماټيک او سیاسی ملاتړونو ته دوام ورکړي ،هغه همدارازد هند ترکنټرول لاندې د کشمیر له خلکو سره دمرستې لپاره د ملګروملتو او نورو نړیوالو اورګانونو کمزوري کړچار او په کشمیر کې د لګولو  شویو محدودیتونو په نه ختمیدا باندې په سختو نیوکو سره خبرداری ورکړی،دپاکستان او هند ترمینځ دخبرواترو لپاره هیڅ چانس نشته او د دواړو لورو ترمینځ دمخامخیدا خطره  زیاته شوې ده . هغه وئیلي دي،د هندي حکومت  په لاس  د جمو اوکشمیر  د نفوسي جوړښت د نقشې  دبدلولو پلان   د جینوا د څلورم کنونشن  په اساس یو جنګي جنایت دی .

Image Caption

 

Image Caption

 

Image Caption
Image Caption

 

 

Image Caption

 

 داپه  داسې حال کې دی چې د پاکستان دلومړی وزیر په غوښتنې سره نن په درست پاکستان کې  د کشمیریانو په ملاتړ کې لاریونونه روان دی او د هندی حکومت او څاروی ډوله پوځیانو جنایتونه په کلکه غندل شوی دی .نن کابو پنځه ویشتمه ورځ ته ده چې هندی عسکرو پر کشمیریانو رڼا ورځ تورتمه کړې او په لسګونو بې ګناه کشمیریان ئې په وینو کې لیت پیت کړی او په سلګونو نور ئې  بندیان کړی دی .

Image Caption