د پاکستان د شیعه ډاکتر وژله وغندله شوه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i84337-د_پاکستان_د_شیعه_ډاکتر_وژله_وغندله_شوه
د پاکستان یوشمیر ګوندونو او مذهبي ډلو په دغه هیواد کښې د یو شیعه ډاکټر وژله انساني ضده جنایت وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 31, 2019 10:28 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د پاکستان یوشمیر ګوندونو او مذهبي ډلو په دغه هیواد کښې د یو شیعه ډاکټر وژله انساني ضده جنایت وباله.

مجلس وحدت مسلمین، جعفریه ائتلاف او د پاکستان عزادارۍ شورا د زړه د سپشلسټ ډاکټر حیدر عسکري د وژلې په غندلو سره د عمران خان له حکومته وغوښتل چې د شیعه مسلمانانو د امنیت د تامینولو کوشش وکړي.

دغو ډلو په یوه بیانیه کښې ویلې دي: د پاکستان حکومت د ترهګرو ډلو د حملو په بندولو کښې ماتې خوړلې او د شیعیانو په جوماتونو، امامباړو او مذهبي ځایونو باندې د تکفیریانو بریدونه زیات شوې دي.

د ویلو ده چې ترهګرو پرون د سند صوبې په مرکز کراچۍ کښې یو متخصص ډاکټر وژلی او بیا وتښتیدل.