پاکستان او قطر خپل مینځي پوځي ملګرتیا پراخوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i84451-پاکستان_او_قطر_خپل_مینځي_پوځي_ملګرتیا_پراخوي
د قطر د هوايي ځواک قومندان اسلام آباد ته په خپل رسمي سفر کښې د پاکستان له پوځي چارواکو سره وکتل او ورسره یې د دواړو هیوادونو ترمینځ د پوځي ملګرتیا د پراختیا په هکله خبرې اترې وکړې.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 06, 2019 07:59 Asia/Kabul
  • پاکستان او قطر خپل مینځي پوځي ملګرتیا پراخوي

د قطر د هوايي ځواک قومندان اسلام آباد ته په خپل رسمي سفر کښې د پاکستان له پوځي چارواکو سره وکتل او ورسره یې د دواړو هیوادونو ترمینځ د پوځي ملګرتیا د پراختیا په هکله خبرې اترې وکړې.

د قطر د هوايي ځواک قومندان اسلام آباد ته په خپل رسمي سفر کښې د پاکستان له پوځي چارواکو سره وکتل او ورسره یې د دواړو هیوادونو ترمینځ د پوځي ملګرتیا د پراختیا په هکله خبرې اترې وکړې.

د قطر د هوايي ځواک قومندان جنرال سالم حمد عقیل النابت پرون اسلام آباد ته په تګ سره د پاکستان د هوايي ځواک له قومندان مجاهد انور خان، د ځمکني پوځ له قومندان جنرال قمر جاوید باجوا و د دغه هیواد د پوځ له لوې درستیز زبیر محمود خان سره ملاقاتونه او خبرې اترې وکړې.

په دغو لیدو کتو کښې د قطر او پاکستان ترمینځ د دوه اړخیزو پوځي اړیکو او په مختلفو برخو کښې د ملګرتیاؤ د پراختیا لارې چارې وڅیړلې شوې.