د کربلا د شهیدانو لاره باید دوام ولري
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i84555-د_کربلا_د_شهیدانو_لاره_باید_دوام_ولري
وزیراعظم عمران خان: د پاکستان په تیره بیا د کشمیر مسلمان خلک باید د کربلا پيغام ژوندی وساتي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 11, 2019 05:39 Asia/Kabul
  • د کربلا د شهیدانو لاره باید دوام ولري

وزیراعظم عمران خان: د پاکستان په تیره بیا د کشمیر مسلمان خلک باید د کربلا پيغام ژوندی وساتي.

د پاکستان وزیراعظم پرون په دغه هیواد کښې د محرم الحرام د وړومبۍ لسیزې د مذهبي دستورو ختمیدو ته په اشارې سره وویل: د پاکستان په تیره بیا د کشمیر مسلمان خلک باید د کربلا پيغام ژوندی وساتي.

ایرنا خبري آژانس لیکلې دي چې عمران خان، عاشورا د ظلم او بې عدالتۍ خلاف د جګړې په توګه یاده کړه او زیاته یې کړه: د کربلا شهیدانو وښودله چې د ظلم خلاف مبارزه بري ته رسیږي.

په پاکستان کښې د عصمت او طهارت د کورنۍ او اهل بیتو علیهم السلام مینه والو پرون چې د حسیني عاشورا ورځ وه، د دغه هیواد په مختلفو ښارونو کښې د شهیدانو د سرور او سالار حضرت امام حسین علیه السلام او د هغوي د وفادارو ملګرو د مظلومانه شهادت په غم کښې، د دستو او جلوسونو په شکل کښې عزاداري او سینه زني وکړه.


ش