د پاکستان او چین د هوايي ځواکونو ګډه مانوره پاې ته ورسیده
Sep 11, 2019 17:29 Asia/Kabul
-
فایل فوټو
د چین په شمال لویدیځ کښې د شاهین-۸ په نامه د پاکستان او چین د هوايي ځواکونو ګډ مشقونه پاې ته ورسیدل.
د پاکستان د هوايي ځواک قومندان وویل: په دغه مانوره کښې چې د اتلسو ورځو په موده ترسره شوه، د دواړو هیوادونو ګډونوالو ځواکونو په وړومبي ځل له فرضي دښمن سره د جنګ شبیه سازي وکړه.
هغه زیاته کړه: په دې پوځي مشقونو کښې د دواړو هیوادونو مختلفې جنګي الوتکې، له ځمکې نه د الوتکو ویشتونکي توغندي او راډاري سیسټمونه وکارول شول.
د چین د پوځ هوايي ځواک هم په یوه خبرپاڼه کښې له پاکستان سره د خپلو پوځي ملګرتیاؤ د پراختیا خبر ورکړ.
پاکستان او چین د ګډو دفاعي ملګرتیاؤ په لاره کښې هره څه موده پس ګډې مانورې ترسره کوي.
ټیګونه