اسلام اباد په افغانستان کی د امریکا د ماتې ذمه وار ندې
د پاکستان لومړی وزیر زیاته کړه امریکا په افغانستان په حمله کی خپلو هدفونو ته نده رسیدلی .
د ایرنا له راپور سره سم د پاکستان لومړی وزیر عمران خان له رشیا ټوډې چینل سره په مرکه کی وویل اسلام اباد په افغانستان په حمله کی د واشنګټن له جنګ سره په یو ځای کیدا سره ډیر تاوان زغملی دې ، نو ځکه په افغانستان کی د واشنګټن د ماتې لپاره د پاکستان ګناهکار بلل ډیر ناعادلانه دی .
د پاکستان لومړی وزیر زیاته کړه امریکا په افغانستان په حمله کی خپلو هدفونو ته نده رسیدلی .
امریکا او متحدانو یې په ۲۰۰۱ میلادی کال کی د ترهه ګرۍ د له مینځه وړلو په پلمه په افغانستان حمله وکړه خو له هغه وخته تر اوسه په دغه هیواد کی نه یوازې ترهه ګری او ناامنی له مینځه نده وړل شوی بلکی دغې ښکارندې په اوڅاره توګه وده هم کړی ده .
د افغانستان خلکو او چارواکو په ځلونو د امریکا په مشرۍ په بهرنیو عسکرو د شتون په دوام نیوکه کړی ده او له افغانستانه د امریکایی عسکرو د وتلو غوښتونکی دی .