پاکستان عربستان په سیمه کی له هر ډول ګواښونکی اقدامه منع کړ
قریشی وویل د پاکستان لومړی وزیر عمران خان عربستان ته په خپل وروستی سفر کی له ریاض غوښتی دی چی د سولې او ثبات له ګواښونکی هر ډول فیصلې غوره کولو ډډه وکړی.
د ایرنا له راپور سره سم د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی وویل دغه هیواد له عربستانه غوښتی دی چی د هرې هغې بیړناکی فیصلې په اړه چی د سیمې سوله او ثبات ګواښی ، محتاط ووسی .
قریشی وویل د پاکستان لومړی وزیر عمران خان عربستان ته په خپل وروستی سفر کی له ریاض غوښتی دی چی د سولې او ثبات له ګواښونکی هر ډول فیصلې غوره کولو ډډه وکړی.
د پاکستان خارجه وزیر ویلی دی عمران خان د وروستیو بدلونونو په اړه د عربستان له باچا ملک سلمان او ولیعهد محمد بن سلمان سره په مفصله توګه کتنه او خبرې اترې درلودلی دی .
امریکا یان د اسلامی ایران پرضد د بی اساسه ادعاګانو په تکرارولو سره مدعی شوی دی چی تهران د عربستان په تیلی تاسیساتو د یمنیانو د ډورن الوتکو د عملیاتو شاته دی چی اسلامیایران دا تورونه رد کړی دی .