امریکا القاعده او داعش ډلې سیمې ته راوستلی دی
-
هندوستان په ځلونو ویلي دي چې د کشمیر په سر له پاکستان سره اختلافات باید په دوه اړخیزه ډول حل شي .
تسنیم خبری اژانس وایی د پاکستان دبهرنیو چارو دوزارت پخوانۍ ویاندې تسنیم اسلم ټینګار وکړ القاعده او داعش ترهګرې ډلې امریکا د ناامنۍ درامینځته کولو لپاره سیمې ته راوستلی دی .
هغې وویل امریکا القاعده او داعش ترهګرې ډلې جوړې کړې چې په اسلامی هیوادونو کښې ناامنۍ رامینځته کړی .
تسنیم اسلم وویل امریکا تل دوه ګوڼه سیاست غوره کوی او هیڅکله یې د اسلامی هیوادونو په هکله روښانه او معلومه روده نه ده غوره کړی .
د پاکستان اکثره سیاستوالان باوری دی له امریکا سره ملګرتیا چې دپاکستان پخوانیو حکومتونو کړی وه یوه(۱) غلطۍ وه .
بل خبر دا چې د امریکا ولسمشر ټرمپ یوځل بیا د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر سیمې په هکله د پاکستان او دهند ترمینځ د مینځګړیتوب وړاندیز وکړ .
هند تراوسه د امریکا د ولسمشر دغه وړاندیز ته ځواب نه دی ورکړی خو له دې مخکې یې دترکیې دامریکا او د ملګروملتونو لخوا د کشمیر د مسلې دحل لپاره له دا ډول وړاندیزونو سره مخالفت کړی وو .
هندوستان په ځلونو ویلی دی چې د کشمیر په سر له پاکستان سره اختلافات باید په دوه اړخیزه ډول حل شی .