د پاکستان په ځینو سیمو کښې نن سخته زلزله راغله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i84828-د_پاکستان_په_ځینو_سیمو_کښې_نن_سخته_زلزله_راغله
زمونږ خبریال وایی د پاکستان د پلازمینې اسلام اباد ، ازاد کشمیر ، پیښور ، راولپنډۍ او د لاهور په شمول دهیواد په شمالی سیمو کښې نن پینځه اعشاریه اته ریشټره سخته زلزله راغله چې کابو لس (۱۰) ثانیې یې دوام درلود .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 24, 2019 13:02 Asia/Kabul
  • په سیالکوټ، سرګودها، مانسهره ، ګجرات ، چترال ، ملاکنډ ، ملتان ، باجوړ او د ازاد کشمیر په ځینو سیمو کښې دغه زلزله زیاته احساس شوي ده .
    په سیالکوټ، سرګودها، مانسهره ، ګجرات ، چترال ، ملاکنډ ، ملتان ، باجوړ او د ازاد کشمیر په ځینو سیمو کښې دغه زلزله زیاته احساس شوي ده .

زمونږ خبریال وایی د پاکستان د پلازمینې اسلام اباد ، ازاد کشمیر ، پیښور ، راولپنډۍ او د لاهور په شمول دهیواد په شمالی سیمو کښې نن پینځه اعشاریه اته ریشټره سخته زلزله راغله چې کابو لس (۱۰) ثانیې یې دوام درلود .

ویل کیږی چې په دغه زلزله کښې د پاکستان د ازاد کشمیر په میرپور سیمه  پینځه (۵) کسان وژل شوي او سل(۱۰۰) نور ژوبل شوي  او د پاکستان تر کنټرول لاندې د کشمیر سیمې  په میرپور سیمه کښې سړکونو ته تاوان رسیدلی دی .

ویره شته چې د مړو او دژوبلو کسانو شمیر نور هم زیات شي .

د پاکستان خلک دسختې زلزلې له کبله له کورونو او دفترونو ووتل او هغوې د قران کریم تلاوت کاوه او دعاګانې کولې .

په سیالکوټ، سرګودها، مانسهره ، ګجرات ، چترال ، ملاکنډ ، ملتان ، باجوړ او د ازاد کشمیر په ځینو سیمو کښې دغه زلزله زیاته احساس شوی ده .

نوی خبر وايي چې دغه سختې زلزلې د پاکستان تر کنټرول لاندې د ازاد  کشمیر په میرپور سیمه کښې یو شمیر ودانیو ته هم تاوان رسولی دی .

ویل کیږي چې د هندوستان په پلازمیني نوي ډیلي کښې هم دغه زلزله احساس شوي ده .