ورځپاڼو ته کتنه
پارس تودی-لومړی به د ایران د اسلامي جمهوریت او ورپسې به د افغانستان مطبوعاتو کتنه وکړو.
د ایران د مطبوعاتو په سر کې د سیاست روز ورځپاڼه را اخلو، دغه ورځپاڼه له افغانستان څخه د امریکایانو د تېښتې د پنځمې کلیزې په مناسبت په خپل راپور کې لیکي: په دې ورځو کې له افغانستان څخه د امریکا د تېښتې پنځمه کلیزه ده. په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا ولسمشر جو بایډن په داسې حال کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو امر وکړ چې د دغه وتلو بهیر دومره له سپکاوي سره مل و، چې امریکايي ځواکونو حتا دومره فرصت هم ونه موند چې خپلې پوځي وسلې او تجهیزات له افغانستان څخه بهر کړي.
ورځپاڼه زیاتوي: خبره دا ده چې دغه شرموونکی تېښته له بشري حقونو سره د تړلو رسوایيو سره هم مل وه؛ له یوې خوا امریکایانو د کابل په هوايي ډګر کې یوه بشري فاجعه رامنځته کړه. په داسې حال کې چې د خپلو حیوانانو د لېږد لپاره یې ځانګړې الوتکه ولېږله او یو امریکايي سپی د الوتکې پر څوکۍ ناست و، له بلې خوا هغه بې دفاع افغانان چې کلونه یې د ژباړونکو او ځايي کارکوونکو په توګه له امریکا سره خدمت کړی و، د الوتکې پر وزرونو ځوړنده شوي وو او یاهم په ډېر بدو حالاتو کې په هوايي ډګر کې پاتې وو.
سیاست روز لیکي: لا ډېره غمجنه دا وه چې امریکا حتا هغه مهال چې داعش پر هوايي ډګر برید وکړ او لسګونه کسان یې ووژل، د هغوی د مرکز د بمبارولو پر ځای یې د عادي وګړو پر کور بمبار وکړ؛ په دې برید کې یوه لس کسیزه کورنۍ چې اووه تنه یې ماشومان وو، د امریکايي جنګي الوتکې په برید کې شهیدان شول.
ورځپاڼه وړاندې دغه حالت د عربو هیوادونو له لاسپوڅو حکومتونو سره پرتله کوي او زیاتوي چي له افغانستان څخه د امریکا شرموونکې تېښتې له ځان سره بېشمېره درسونه لرل. له یوې خوا، دې تېښتې او د افغانستان د لوېدیځ پلوه واکمن اشرف غني یوازې پرېښودل دا ثابته کړه چې امریکا هېڅکله د باور وړ متحد او شریک نه دی؛ لکه څنګه چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ بنسټ د امریکا او طالبانو د مشرانو ترمنځ د دوحې په ناستو کې کېښودل شو.
سیاست روز یادونه کوي چي د اشرف غنی له حکومت سره د امریکایانو دا خیانت کېدای شي یو ځل بیا د هغو عربي هېوادونو په وړاندې تکرار شي چې د امریکا په ملاتړ یې تکیه کړې ده؛ لکه څنګه چې د ایران په خلاف د رمضان د جګړې پر مهال امریکایانو د فارس خلیج د عربو هېوادونو او د اردن امنیت او ګټې یې د اسرائیلو لپاره قرباني کړ.
ورځپاڼه ټینګار کوي چي دې سپکوونکې تېښتې یو ځل بیا وښودله چې له بهرنیانو سره د امنیت رامنځته کول هېڅکله نه شي عملي کېدای، بلکې امنیت یوازې هغه مهال ټینګېدای شي چې د سیمې هېوادونه پر ریښتینې خپلواکۍ او په خپلو سیمهییزو امکاناتو تکیه وکړي.
د مطلب په پای کې سیاست روز په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته سپارښتنه کوي چي د ملي یووالي د حکومت د جوړولو ترڅنګ، غوره ده چې د لویدیځ او سیمهییزو هېوادونو ترمنځ له دوهګوني او شکمن سیاست څخه ډډه وکړي او له خپلو ګاونډیانو سره د رښتینې همپالنې پر سمه لار ګام واخلي، څو پایدار امنیت رامنځته او د افغانستان او سیمې ستونزې هوارې شي.
جام جم ورځپاڼه
دغې ورځپاڼې یو راپور خپور کړی چي عنوان یې دی له ګواښ څخه تر زاریو پورې
ورځپاڼه وړاندې لیکي: سپینه ماڼۍ چې د ایران د اټومي بېوسلې کولو او د نظام د بدلون په اړه له ادعاوو سره جګړې ته ننوتې وه، اوس د هرمز تنګی له اوبلارې څخه د تېل وړونکو او ګاز وړونکو کښتیو د تېرېدو لپاره سوال او زارۍ ته مخه کړې ده.
جام جم لیکي: له ایران سره د جنګ د پیلولو په موخو کې چي د ټرمپ له خوا اعلان شو د ایران بشپړ تسلیمېدل، د سیاسي نظام بدلون، د تل لپاره د ایران د اټومي بډاینې د بهیر درول او په لوېدیځه اسیا کې د حزب ا...، انصارا... او نورو مقاومتي ډلو څخه د تهران د ملاتړ پای ته رسول شامل وو، خو ، په داسې جګړه کې چې اوس یې شپږمې میاشتې ته داخلېږي، د ټرمپ له ماتې سره د دغو موخو نوملړ په څرګند ډول بدل شوی او لنډ شوی دی.
سیاست روز د راپور په دوام کې د ټرمپ د مرستیال جي ډي ونس وروستیو خبرو ته اشاره کوي چي په زغرده ویلي دي نور له ایران سره د امریکا د ټکر اصلي موخه یوازې د هرمز تنګی د اوبلارې خلاصون دی.
د ورځپاڼې په اند د امریکا د ولسمشر د مرستیال دغې خبرې په څرګنډ ډول د ایران په وړاندې د امریکا د جګړې د موخو د بدلون ښودنه کوي ځکه چي مخکې د ایران له مینځه وړل خپل هدف ټاکلی و خو اوس امریکا یوازې د هغې اوبلارې د خلاصون لپاره سوال زارۍ کوي چي له جګړې مخکې خلاص وو.
ورځپاڼه د انرژۍ د بیو لوړوالی د ایران په وړاندې په فارس خلیج کې د امریکا د ناتوانۍ پایله بولي ځکه چې ونه توانېده د هرمز تنګی بېرته پرانیزي. همدارنګه د ایران د دفاعي وړتیاوو او د توغندیز دفاعي دکترین پر رول ټینګار کوي چې په سیمه کې یې د امریکا پوځي اډې له مینځه وړي دي.
سیاست روز وړاندې د راپور په دوام کې د امریکا د دفاع وزارت له خوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې اټکل کوي چې د ایران پر وړاندې د امریکا د پوځي عملیاتو مستقیم لګښت لږ تر لږه ۳۷.۵ میلیارده ډالره او د وسلو د زېرمو د بېرته پوره کولو لګښت شاوخوا ۶۷ میلیارده ډالره دی، چې د دواړو لګښتونو مجموعه له ۱۰۴ میلیارده ډالرو څخه اوړي، خو د ورځپاڼې په وېنا، د مستقیمو او غیرمستقیمو زیانونو ټوټل لګښت له سلګونو میلیارد ډالرو نه هم اوړي ځکه چي د امریکا د کانګرس د څېړنیز خدمتونو راپور هم ښيي چې د عملیاتو په لومړي پړاو کې لږ تر لږه ۴۲ امریکايي الوتکې او هوايي وسایل ویجاړ یا زیانمن شوي دي.
جام جم د مطلب په پای کې د ستر امریکایي انډیال جان مرشایمر د نظر په استناد، سره لیکي چي اوس اکثره خپله امریکایي استراتیژیستان له ایران سره په جګړه کې د امریکا ماته حتمي بولي ځکه چي امریکا په زور سره، نه یوازې خپلو موخو ته نه ورسېد بلکې اوس د هرمز تنګی په خلاصولو کې هم پاته راغلی دی.
د افغانستان ورځپاڼې
د افغانستان د مطبوعاتو په سر کې د هشت صبح ورځپاڼه را آخلو، چي د دې هیواد په شمالې ولایتونو کې د ناامنیو په هکله یې لیکنه کړې ده.
د مطلب عنوان دی: د افغانستان په شمال کې وضعیت د طالبانو په خوښه نه دی
ورځپاڼه لیکي: بدخشان چې په ۱۹۹۰مو کلونو کې د طالبانو پر وړاندې د مقاومت مرکز و، یو ځل بیا د طالبانو لپاره پر ننګونې بدله شوې ده. په وروستیو اوونیو کې په دې ولایت کې نښتې زیاتې شوې دي او د کارپوهانو په باور، د طالبانو مخالفې ډلې له سیمهییزې نارضایتۍ، د طبیعي سرچینو پر سر شخړو او قومي ترینګلتیاوو څخه ګټه اخلي.
ورځپاڼه زیاتوي: د «سپاهیان میهن» نوې جبهې د جولای پر ۱۷مه د یفتل پایین ولسوالۍ پر مرکز برید وکړ او د څو ساعتونو لپاره یې کنټرول په لاس کې واخیست. همداراز «د افغانستان د ازادۍ جبهې» په زیباک او «د افغانستان د مقاومت ملي جبهې» په کران او منجان کې د طالبانو پر ځواکونو د بریدونو خبر ورکړی دی.
هشت صبح زیاتوي: د طالبانو تګلارې، خپلسري نیونو، ډلهییزې سزاګانې او امنیتي ځپنې، په شمال کې سیمهییزه نارضایتي زیاته کړې او د طالبانو د مخالفو ډلو ملاتړ یې پراخ کړی دی. د طبیعي سرچینو، په ځانګړي ډول د بدخشان د سرو زرو کانونو، پر کنټرول هم شخړې زیاتې شوې دي.
ورځپاڼه په دې راپور کې ادعا کوي چي د بدخشان د امنیتي وضعیت له جدي کېدو سره، طالبانو د ۲۱۹ عمر ثالث، ۲۰۷ الفاروق قول اردوګانو او د هیبتي قطعو په ګډون ګڼ ځواکونه دې ولایت ته لېږلي دي. همداراز، د حقاني شبکې عبدالعزیز حقاني له جماعت انصارا..ه، د ازبکستان اسلامي تحریک او القاعدې له استازو غوښتي چې خپل ځواکونه د شمال لپاره د طالبانو په واک کې ورکړي.
هشت صبح د راپور په دوام کې لیکي: طالبانو ته، سره له دې چې په شمال کې یې ګڼ شمېر ځواکونه ځای پر ځای کړي، د مخالفو ډلو پر وړاندې مبارزه اسانه نه ده. واړه چریکي ځواکونه د افغانستان له غرنیو سیمو او درو څخه په استفادې کولی شي پر طالب ځواکونو بریدونه وکړي او بېرته وتښتي. دغه ډلې د سیمې له جغرافیې سره بلدتیا، لوړې انګېزې او د پخوانیو امنیتي ځواکونو د تجربه لرونکو قوماندانانو له مهارتونو هم برخمنې دي.
هشت صبح زیاتوي خو تر اوسه دا ډلې په ملي کچه د طالبانو واکمنۍ ته جدي ګواښ نه دي پېښ کړي. دوی لا هم د پراخو ځواکونو د جلب، اکمالاتي لارو د ساتلو، د بېلابېلو جبهاتو د همغږۍ او د نیول شویو سیمو د ادارې وړتیا نه ده ثابته کړې. طالبان بیا د استخباراتو، پرسونل، ترانسپورټ او درنو وسلو په برخه کې د پام وړ برلاسي لري. خو ورځپاڼه په پای کې دا نتیجه اخلي چي سره له دې، د مخالفو ډلو وروستیو بریدونو د طالبانو د «نه ماتېدونکي» انځور ته زیان رسولی دی.