په پاکستان کې دزورورې زلزلې له امله کابو۳۵۰ کسان مړه اوټپیان
د زلزلې دغه ټکانونه په خیبر پختونخواه صوبې ، پنجاب صوبې ، اسلام اباد ګلګت بلتستان په بیلابیلو ښارونو کې هم محسوسې شوی او خلک ئې سخت ویرولی دی . راپورونه ددې ښودنه کوی چې ممکنه ده د مړو شمیر نوره هم زیات شی .
زمونږخبریال د دینا نیوز خبری سایټ له قوله راپورراکړ دپاکستان په شمالی سیمو کې په تیره بیا په آ زاد کشمیر سیمې کې پرون ناوخته پنځه اعشاره ا ته ریشتره زلزلې یو ځل بیا په سیمې کې تباهی رامینځةکړی او وئیل کیږی ، چې تر وروستیو راپورونو په اساس په دغې غمیزې کې شپږویشت کسان وژل شوی او څه دپاسه درې سوه نور هم ټپیان شوی دی .
وئیل کیږی د کشمیر سیمې په میرپور شاخوا کې په جاتلان سیمې کې ډیرې زیاتې ودانۍ نړیدلی او د کنډوالو لاندې هماغه راز دلسګونو کسانو دبندیدو اندیښنې څرګندیږی . همداراز سړکونه او زیات شمیر پلونه هم نړیدلی دی .
په مړو اوټپیانو کې زیاتره ماشومان اوښځې هم ترسترګو کیږی په سیمې کې دبریښنا او مواصلاتی نظام سره ګډوډ شوی او درسته شپه خلکو له کورونو بهر په سړکونو اوپارکونو کې تیره کړې ده . دا هم وئیل شوی د میرپور په بندرال کې یو جومات ړنګ شوی او دهغه مینارې هم غورځیدلی دی .
راپورونه ښئ دزلزلې د ټپیانو او نورو چارو په خاطر دسیمې په درستو روغتونونو کې بیړنی حالت اعلان شوی او غم ځپلو سیمو ته پوځی ماموران او دغه راز ولسی کمیټې هم رسیدلی او له ځپلو خلکو سره ئې مرستې پیل کړی دی
راپور ښئ د زلزلې دغه ټکانونه په خیبر پختونخواه صوبې ، پنجاب صوبې ، اسلام اباد ګلګت بلتستان په بیلابیلو ښارونو کې هم محسوسې شوی او خلک ئې سخت ویرولی دی . راپورونه ددې ښودنه کوی چې ممکنه ده د مړو شمیر نوره هم زیات شی .