دلویدیځو هیوادونو په اسلام ضد کړچار د عمران خان نیوکه :-
-
دلویدیځو هیوادونو رسنۍ د ځوانانو په سرزورو جوړولو کښې مهم رول لوبوي .
دپاکستان لومړی وزیر عمران خان ټینګار وکړ لویدیځ هیوادونه باید ترهګرۍ(Terrorism) په اسلام پورې ونه تړی .
هغه چې د ملګروملتونو دعمومی اسمبلۍ په څلوراویایمې (۷۴) غونډې کښې دګډون لپاره نیویارک ته تللی دی وویل ترهګرۍ او سرزورۍ له دین او مذهب سره ارتباط نلری او که چیرې بیلابیلو هیوادونو ته کتنه وکړو حتی په غیر اسلامی هیوادونو او غیر مسلمانو پرګنو کښې هم ترهګرۍ شته .
دپاکستان لومړی وزیر عمران خان ویل لویدیځ هیوادونه باید ځانونو ته اجازه ورنکړی د څو مسلمانو ترهګرو په پلمه داسلامی سپیڅلتیاو سپکاوی وکړی او د مسلمانانو پرضد کتابونه ولیکی .
دعمران خان څرګندونې په لویدیځو هیوادونو واکمنې فضا ته یو(۱) غبرګون دی چې نه یوازې په حکومتونو او مسلمانانو باندې تورونه لګوی او سپکاوی یې کوی بلکې دخپلو ښاریزو او سرزورو او تند لارو ډلو لپاره یې هم مساعده فضا برابره کړی ده هغه ډول چې غواړی یې د مسلمانانو د سپیڅلتیاو سپکاوی وکړی .
داپه داسې حال کښې دی چې لویدیځو حکومتونو هر ځاې چې ضرورت وو نو دخپلو ګټو په لړ کښې یې ترهګرۍ ته پراختیا ورکړی ده او د خپلو هدفونو د پرمخ بیولولپاره یې بیلابیلې ترهګرې ډلې جوړې کړی دی .
ددغه حالت بیلګه د القاعده او دداعش په شان ډلې دی او بیلابیل سندونه ددې ښودنه کوی چې د لویدیځو هیوادونو جاسوسۍ ادارو او چارواکو د نوموړیوترهګرو ډلو په جوړولو کښې لاس لرلی دی .
د بیلګې په توګه دامریکا ولسمشر ټرمپ په ځلونو اعتراف کړی دی چې داعش ډله د امریکا پخوانی حکومت او دهغه وخت خارجه وزیرې میرمن هیلاری کلینټن جوړه کړی ده .
ددغوترهګرو ډلو رامینځته کول نه یوازې په اسلامی هیوادونو کښې د ناامنۍ سبب شوی دی بلکې په لویدیځو هیوادونو کښې په تیره بیا سرزورو ډلو کښې له اسلام څخه دخلکو د ویرولوڅپه یې نوره هم پسې پیاوړی کړی ده .
په سکاټ لینډ کښې دیره د اسلامی مطالعاتو کارپیژاند «شیخ ریحان رضا الازهری» ایرنا خبری اژانس ته ویلی دی دلویدیځو هیوادونو رسنۍ د ځوانانو په سرزورو جوړولو کښې مهم رول لوبوی .
هغه زیاتوی دلویدیځ رسنۍ نن سبا د داعش ډلې د غلطې ایډیالوژۍ په وسیله د مسلمانو ځوانانو د مغزو د وینځلو خبره کوی په داسې حال کښې چې هغوې دا خبره هیره کړی ده څرنګه غیر مسلمان ځوانان هره ورځ له سرزورو ډلو سره یوځاې کیږی داسې بهیر چې په لویدیځو رسنیو او ټولنیزو اینټرنیټ سایټونو کښې له اسلام څخه دناسمو اطلاعاتو د خپریدا او له اسلام څخه دخلکو او دهیوادونو دویرولود چارې د دودیدا نتیجه ده او په همدې دلیل رسنۍ دهغه څه په باره کښې چې خپروی یې باید مسولې وپیژندلې شی .
پر دې اساس په داسې حال کښې چې لویدیځ هیوادونه هره ورځ په چټی او غلطو پلمو مسلمانان له ترهګرۍ په ملاتړ تورنوی خو په قصدی ډول یې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر او نیواکی فلسطین (اسرائیلو ) کښې د مسلمانانو پرضد په جنایتونو سترګې پټې کړی دی .
ښکاره خبره ده چې له مسلمانانو څخه نفرت زیاتیږی او د اسلامی ضد خوځښتونو لپاره زمینه برابریږی .
په همدې وجه ده چې د نیوزی لینډ د برید په شان ترهګرې پیښې رامینځته کیږی او په لویدیځو هیوادونو کښې اسلام ضد سرزوری ډلې ځانونو ته اجازه ورکوی کله نه کله د مسلمانانو په سپیڅلیو ځایونو بریدونه وکړی خو هغوې هیڅ مواخذه کیږی نه .
همدغه وجه ده چې لویدیځو هیوادونو ته په ملګروملتونو کښې د عمران خان وینا ډیره د درک وړ ده .
حقیقت دا دی چې اسلامی هیوادونه او دهغوې مشران له اسلام څخه دخلکو او دهیوادونو د ویرولو له خطرناکې ښکارندې سره د اغیزشیندونکی مقابلې لپاره باید لا غږمله او کوټلی عمل وکړی او هر ډول توان چې لری هغه وکاروی چې ثابته کړی چې ترهګرې ډلې د لویدیځو هیوادونو د جاسوسۍ ادارو له مالی او نورو مرستو برخورې دی .