پاکستان ته د سعودي د فوځ د قوماندان سفر
د سعودي د فوځ قوماندان چې اسلام آباد ته يې سفر کړے د پاکستان د فوځ له مشر سره يې کتنه او د سيمې د وروستيو بدلونونو په اړه خبرې اترې وکړې.
د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې قمر جاويد باجوه په دغه کتنه کښې چې پرون ترسره شوه په سيمه کښې د صلحې او ثبات د ټينګښت په لازموالے تاکيد وکړ.
د پاکستان د فوځ مشر قوماندان وويل، اسلام آباد له هر هغه اقدامه چې د سيمې د هېوادونوترمېنځ د تاوتريخوالي د کمېدو سبب کيږي ملاتړ کوي.
دواړو لورو په دغه کتنه کښې همدارنګ د دوو اړخيزو تعلقاتو په تېره بيا د رياض او اسلام آباد ترمېنځ د فوځي تعلقاتواو د دواړو هېوادونو ترمېنځ د ملګرتيا د زياتېدو د لارو چارو په اړه بحث او د نظر تبادله وکړه.
د ويلو ده چې پاکستان تل په يمن کښې د سعودي په فوځي شتون او بې ګناه يمنيانوپه قتل عام نيوکه کړې ده.