دافغانستان دطالبانو پلاوی نن پاکستان ته ورځی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i84977-دافغانستان_دطالبانو_پلاوی_نن_پاکستان_ته_ورځی
زمونږ خبریال وایی دافغانستان د طالبانو ویاند سهیل شاهین په ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې یوه (۱) پیغام کښې وویل ددغه ډلې یو(۱) پلاوی به د ملا عبدالغنی برادر په مشرۍ نن اسلام اباد ته سفر وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 02, 2019 10:23 Asia/Kabul
  • دافغانستان دطالبانو پلاوي له دې مخکې روسیې ، چین او ایران ته سفرونه کړي وو .
    دافغانستان دطالبانو پلاوي له دې مخکې روسیې ، چین او ایران ته سفرونه کړي وو .

زمونږ خبریال وایی دافغانستان د طالبانو ویاند سهیل شاهین په ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې یوه (۱) پیغام کښې وویل ددغه ډلې یو(۱) پلاوی به د ملا عبدالغنی برادر په مشرۍ نن اسلام اباد ته سفر وکړی .

دا د  افغانستان د سولې د خبرو اترو له ماتی خوړلو وروسته د سیمې هیوادونو ته د طالبانو د پلاوی د سفر اخری تم ځای دی .

سهیل شاهین وویل د طالبانو پلاوی به په اسلام اباد کښې د پاکستان له چارواکو سره د مهمو موضوګانو په هکله خبرې وکړی .

دویلو ده چې دافغانستان دطالبانو پلاوی له دې مخکې روسیې ، چین او ایران ته سفرونه کړی وو .

دغه راز د افغانستان په چارو کښې دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد هم پرون له طالبانو سره د سولې د خبرواترو د بیا پیلولو په اړه د پاکستان له حکومتی او پوځی مشرانو سره د کتنې لپاره اسلام اباد ته رسیدلی دی .

په امریکا کښې ډیپلوماټیکې سرچینې وایی پاکستان هڅه کوی چې دطالبانو مشر ملا عبدالغنی برادر له زلمی خلیل زاد سره د مکمنه کتنې لپاره  نن  له قطر څخه اسلام اباد  ته راولی .