د طالبانو پلاوی د پاکستان له لومړی وزیر سره کتلی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i85010-د_طالبانو_پلاوی_د_پاکستان_له_لومړی_وزیر_سره_کتلی
زمونږ خبریال وایی دملا عبدالغنی برادر په مشرۍ د افغانستان دطالبانو دولس (۱۲) کسیز پلاوی پرون په اسلام اباد کښې د پاکستان له لومړی وزیر عمران خان سره کتنه او خبرې وکړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 04, 2019 01:46 Asia/Kabul
  • له امریکا سره د افغانستان دطالبانو تړون بشپړ شوی  او زیاته یې کړه مونږ اوس هم په خپلې ژمنې ولاړ یوو .
    له امریکا سره د افغانستان دطالبانو تړون بشپړ شوی او زیاته یې کړه مونږ اوس هم په خپلې ژمنې ولاړ یوو .

زمونږ خبریال وایی دملا عبدالغنی برادر په مشرۍ د افغانستان دطالبانو دولس (۱۲) کسیز پلاوی پرون په اسلام اباد کښې د پاکستان له لومړی وزیر عمران خان سره کتنه او خبرې وکړې .

خبری سرچینو وویل دافغانستان دطالبانو پلاوی د پاکستان له لومړی وزیر عمران خان سره په کتنې کښې د امریکا او دطالبانو د خبرواترو د له سره پیلیدا او په سیمه کښې د امنیت د تینګیدا په هکله خبرې وکړې .

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د طالبانو له پلاوی سره په کتنې کښې وویل امنه افغانستان د ټولې سیمې د امنیت او ثبات لپاره ضروری دی او پاکستان به په افغانستان کښې د امنیت د ټینګولو لپاره خپلو  هڅو ته دوام ورکړی .

د طالبانو پلاوی هم په افغانستان کښې د امنیت او د ثبات د راوستلو لپاره دپاکستان د هڅو ستاینه وکړه .

د ویلو ده چې د ملا عبدالغنی برادر په مشرۍ دافغانستان دطالبانو دولس (۱۲) کسیز پلاوی په پاکستان کښې دی او دغه پلاوی پرون د خارجه وزیر شاه محمود قریشی په شمول  له لومړی وزیر او نورو لوړرتبه چارواکو سره خبرې کړی دی .

دپاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی هم دطالبانو له پلاوی سره په کتنې کښې وویل دافغانستان د کړکیچ په سوله ایز ډول دختمولو لپاره د ټولو مکمنه هڅو وخت رارسیدلی دی او اسلام اباد به په افغانستان کښې د تل پاتې امنیت د رامینځته کولو لپاره دټولو هڅو  ملاتړ ته دوام ورکړی .

د پاکستان له چارواکو سره له خبرواترو وروسته د افغانستان د طالبانو ویاند سهیل شاهین له خبریالانو سره په مرکه کښې وویل مونږ له امریکا سره د سولې د خبرواترو له سره پیلولو ته تیار یوو او که چیرې امریکا دسولې خبرواترو ته ورستنه شی نو مونږ یې هرکلی کوو .

هغه وویل له امریکا سره د افغانستان دطالبانو تړون بشپړ شوی  او زیاته یې کړه مونږ اوس هم په خپلې ژمنې ولاړ یوو .

Image Caption