د پاکستان لومړی وزیر عمران خان ایران ته راځی
-
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د روان کال په سپرلي کښې هم ایران ته راغلی وو .
ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان رسنیو په نږدې راتلونکی کښې د ایران اسلامی جمهوریت او سعودی عربستان ته د لومړی وزیر عمران خان د سفر خبر ورکړ .
د پاکستان خبری سرچینو د ډیپلوماټیکو سرچینو په قول وویل لومړی وزیر عمران خان د چین له چارواکو سره له کتنې او خبرو اترو وروسته ایران او سعودی عربستان ته د خپلو راتلونکو سفرونو اجنډې نهایی (final) کوی .
په دغه راپور کښې چې نور جزیات یې نه دی بیان شوی ویل شوی دی زیات احتمال شته چې د پاکستان لومړی وزیر عمران تر راتلونکو اوو (۷) ورځو پورې ایران او سعودی عربستان ته سفرونه وکړی .
د پاکستان ځینو رسنیو ویلی دی لومړی وزیر عمران خان به د اکتوبر د میاشتې له نهویشتمې (۲۹) نیټې څخه تر یودیرشمې (۳۱) نیټې پورې سعودی عربستان ته ورشی او له هغه ځایه به بیا د ایران اسلامی جمهوریت ته سفر وکړی .
په عین حال کښې د پاکستان دباندنیو چارو شاه محمود قریشی ویلی دی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې د ایران په شمول په فارس خلیج سیمه کښې د ورستیو مسائیلو په حل کولو کښې ناکامه شوی دی د ملګروملتونو د عمومی اسمبلۍ د غونډې په څنګ کښې له لومړی وزیر عمران خان غوښتی وو چې په دې زمینه کښې رول ولوبوی .
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د روان کال په سپرلی کښې هم ایران ته راغلی وو .