د پاکستان حکومت د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا په ساتنې ټینګار وکړ
Oct 11, 2019 04:05 Asia/Kabul
د سوریې په خاوره د ترکیې له حملې وروسته د پاکستان خارجه وزارت د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا په ساتل کیدو ټینګار کړی دی.
د پاکستان د خارجه وزارت ویاند پرون په اسلام آباد کښې خبریالانو ته په مرکه کښې د سوریې په شمال ختیځ باندې د ترکیې د حملې په غبرګون کښې د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا په ساتنې باندې په ټینګار سره د دغه هیواد د مسائلو د سیاسي هواري غوښتونکی شو.
محمد فیصل زیاته کړه: د سوریې مسائل پکار دي د ډیپلماسۍ له لارې هوار شي څو د نړیوالو ټولنو او د سیمې د هیوادونو اندیښنه ختمه شي.
د ویلو ده چې د سوریې په شمال ختیځ باندې د ترکیې د پوځي حملې له پیلیدو راهیسې لږترلږه ۱۵ تنه وژل شوي او ۴۱ نور ژوبل شوې دي.
ټیګونه