له سعودي باچا او وليعهد سره د پاکستان د وزيراعظم کتنه
د پاکستان وزيراعظم عمران خان بېګا د سعودي پائتخت رياض ته په سفر کښې د دغه هېواد له باچا سلمان بن عبدالعزيز او وليعهد محمد بن سلمان سره بيله بيلې کتنې او خبرې اترې وکړې.
د ايرنا د رپوټ له مخې عمران خان په دغو کتنو کښې د سيمه او نړۍ د وروستيو بدلونونواو د اسلام اباد او رياض ترمېنځ د تعلقاتو د پراختيا لپاره د شويو کوششونو په اړه خبرې اترې وکړې.
سعودي خبري سرچينو د دغو ليدنو کتنو لا زيات تفصيلات نه دي خپاره کړي.
عمران خان پرون د يو لوړرتبه پلاوي په مشرۍ سعودي ته لاړ دے. په روان کال کښې دا سعودي ته د عمران خان دريم سفر دے.
سعودي ته د پاکستان د وزيراعظم سفر په داسې حال کښې دے چې د پاکستان حکومت په تېر يو کال کښې د خپلو مالي مشکلاتو د هواري لپاره له سعودي او اماراتوڅخه تقريباً پينځه ميليارډ ډالر پور ترلاسه کړے دے.
د پاکستان خلق او سياسي ډلې باوري دي چې سعودي او امارات د اسلام آباد حکومت ته د پور ورکولو سره له دغه هېواد څخه په سيمه په تېره بيا د يمن په جنګ کښې د خپلو مقاصدو د پوره کولو لپاره استفاده کوي.
عمران خان رياض ته له خپل سفره مخکښې د تېر ايتوار په ورځ په تهران کښې د ايران د اسلامي جمهوريت له چارواکو سره هم کتنه او د سيمې او نړۍ وروستيو او ډېرو مهمو بدلونونو په اړه د نظر تبادله وکړه.