پاکستان د افغانستان دسولې په خبرو کښې ګډون کوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i85426-پاکستان_د_افغانستان_دسولې_په_خبرو_کښې_ګډون_کوی
زمونږ خبریال وایی پاکستان په ماسکو کښې د افغانستان دسولې په هکله په څلور اړخیزه غونډې کښې ګډون کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 23, 2019 12:13 Asia/Kabul
  • روسیې ، چین ، امریکا او  پاکستان په افغانستان کښې د جامع او دائمي اوربند ضرورت تائید کړی .
    روسیې ، چین ، امریکا او پاکستان په افغانستان کښې د جامع او دائمي اوربند ضرورت تائید کړی .

زمونږ خبریال وایی پاکستان په ماسکو کښې د افغانستان دسولې په هکله په څلور اړخیزه غونډې کښې ګډون کوی .

د پاکستان د خارجه وزارت ویاند محمد فیصل نن وویل اسلام اباد به د افغانستان د سولې په هکله په راتلونکو څلور اړخیزه خبرو کښې چې ټاکل شوی ده په روسیې کښې وشی ګډون وکړی .

هغه  نن  اونیز خبری کانفرنس ته په وینا کښې وویل د افغانستان او دلویدیځې اسیا په چارو کښې د پاکستان دخارجه وزارت سیکرټر به په ماسکو کښې د افغانستان دسولې په څلور اړخیزه غونډې کښې ګډون وکړی .

دغه راز د افغانستان په چارو کښې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد هم وویل روسیې ، چین ، امریکا او  پاکستان په افغانستان کښې د جامع او دائمی اوربند ضرورت تائید کړی کوم چې باید د افغانستان دسیالو لورو ترمینځ د خبرواترو له پیلیدا سره په یووخت پیل شی .