د پاکستان لومړی وزیر باید استعفا ورکړی
-
د پاکستان د حکومت پلاوی نن له مولانا فضل الرحمان سره د ازادۍ د لاریون د لغوه کولو په هکله خبرې کوي .
زمونږ خبریال وایی د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د فضل الرحمان ډلې مشر مولانا فضل الرحمان پرون د سیند صوبې په سکر(Sukkur) ښار کښې یوه(۱) خبری کانفرنس ته په وینا کښې د حکومتی مرکچی کمیټۍ ته چې ټاکل شوی ده نن د حکومت پرضد د مظاهرو په اړه له ده سره خبرې وکړی وویل کله چې نن تاسو له ما سره خبرې کوئ نو د لومړی وزیر عمران خان استعفا هم له ځان سره راوړئ .
مولانا فضل الرحمان وویل د پاکستان دحکومت پرضد زمونږ مظاهرې چې ازادۍ مارچ یا لاریون نومول شوی دی د اکتوبر د میاشتې په یودیرشمه (۳۱) نیټه ترسره کیږی او د دغه لاریون په نیټه کښې هیڅ بدلون نه دی راغلی .
هغه وویل د ازادۍ په نوم د لاریون د ځنډولو په هکله فیصله به یوازې رهبر کمیټۍ(Rehbar Committee) وکړی او زیاته یې کړه زه په کامل ډول ډاډمن یم چې دغه لاریون به د خلکو په پراخ ګډون سره وشی .
د پاکستان دجمعیت علمای اسلام د فضل الرحمان څانګې مشر مولانا فضل الرحمان زیاته کړه حکومت د کشمیر خلک یوازې پریښودلی دی او بد کاره کسان په خپله د بدو کارونو په هکله شورماشور جوړوی .
مولانا فضل الرحمان زیاته کړه چې د پاکستان د ټولنې ټولې پرګنې به د ازادۍ په مارچ کښې ګډون وکړی او ټول سیاسی ګوندونه له مونږ سره د دغه حقیقت په هکله موافق دی د عمران خان حکومت چې په درغلیو سره واک ته رسیدلی دی نور اجازه نلری چې دوام وکړی .
د ویلو ده چې د پاکستان د حکومت پلاوی نن له مولانا فضل الرحمان سره د ازادۍ د لاریون د لغوه کولو په هکله خبرې کوی .