د آزادۍ لاریون به تر پیښور موړ پورې وی ،موافقه وشوه
د پاکستان دجمیعت علمای اسلام ف څانګې مشر مولانا فضل الرحمن ګواښ کړی ؤ چې که د دوی په لاره کې کوم خنډ رامینځة کړائ شو نو ورسره به ډغره ووهی ، خو داسې ښکاری چې دواړه لوری سره پخلا شوی او ښائی له کومې ستونزې پرته دغه لاریون ترسره شی او په اسلام اباد او پنډۍ ښارونو کې دامنیت ستونزه پیښه نشی .
زمونږخبریال د دینا نیوز خبری سایټ له قوله راپورراکړ د پاکستان دفاع وزیر او د آزادۍ مارچ کونکی رهبر کمیټې سره د حکومتی کمیټې مشر پرویز خټک بیګا په خبری کنفرانس کې وئیلی دی ، د آزادۍ مارچ له ځینو مسئولانو سره په خبرو کې له دوی هیڅ ډول غوښتنه نه ده شوې چې لومړی وزیر عمران خان دې استعفی ورکړی او همداراز د وارمخکې انتخاباتو په باب هم کومه خبره نه ده شوې .
هغه وئیلی د جمیعت علمای اسلام ف څانګې د مسئولانو او حکومتی لوری ترمینځ موافقه شوې چې د اسلام اباد ډی چوک په لور به د مولانا فضل الرحمن لاریون مخه نه کوی او یوازې تر پیښور موړ چوک پورې به( چې له اتبار بازار سره نزدې دی ) دغه لاریون دوام مومی او په دغه ستر چوک کې به غونډه کوی .
په دغې موافقې کې همداراز پتیّل شوې ده چې لاریون کونکی به دلارو اوسړکونو دبندولو هڅه نه کوی او له ټاکل شوی ځایه به هم اخوا دیخوا حرکت نه کوی . او که د موافقې خلاف ورزی وشی نو د قانونی کاروائۍ بشپړ امکان شته دی او د جمعیت علمای اسلام لوری په ضد به اقدام کیږی .
پروزیز خټک دحکومتی کمیټې له ممبرانو اسد عمر ،دمذهبی چارو له وزیر نورالحق قادری سره یو ځای په دغه خبری ناستې کې ووئیل دحکومت او اپوزیش لوری ترمینځ بشپړ موافقه شوې د ه او د مولانا صیب د رهبر کمیټې مشر اکرم درانی ژمنه کړې چې د ډی چوک په لور به لاریون نه ځی او تر پیښور موړ چوک پورې به دغه لاریون د وام مومی او هیڅ ډول اړۍ ګړۍ به نه جوړیږی .
داپه د اسې ال کې دی چې د پاکستان دجمیعت علمای اسلام ف څانګې مشر مولانا فضل الرحمن ګواښ کړی ؤ چې که د دوی په لاره کې کوم خنډ رامینځة کړائ شو نو ورسره به ډغره ووهی ، خو داسې ښکاری چې دواړه لوری سره پخلا شوی او ښائی له کومې ستونزې پرته دغه لاریون ترسره شی او په اسلام اباد او پنډۍ ښارونو کې دامنیت ستونزه پیښه نشی .