د پاکستان د ازادۍ په نوم لاریون پیل شو
-
لومړی وزیر عمران خان باید استعفا ورکړي .
زمونږ خبریال وایی د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د فضل الرحمان څانګې د ازادۍ په نوم لاریون نن د سیند صوبې د کراچۍ له «سهراب ګوټ» سیمې څخه د پلازمینې اسلام اباد په لور پیل شو .
په زرګونو خلک چې د دینی مدرسو طلبا پکښې شامل دی په دغه لاریون کښې برخه اخلی .
د پاکستان د پیپلز ګوند ، د مسلم لیګ د نوازشریف او د عوامی نیشنل پارټۍ په شمول د هیواد سیاسی ګوندونو هم دازادۍ په نوم لاریونو کښې ګډون کړی دی .
د پاکستان دجمعیت علمای اسلام د فضل الرحمان څانګې په مشرانو سربیره د پیپلز ګوند مشران رضا ربانی ، سعید غنی ، د نواز شریف د مسلم لیګ څانګې مشران محمد زبیر ، نهال هاشمی ، د عوامی نیشنل پارټۍ شاهی سید او نور مشران هم د لاریون د مشرانو په کنټینر(container) کښې ناست دی .
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند د فضل الرحمن څانګې مشر مولانا فضل الرحمان وویل مونږ له خپلو کشمیری وړونو سره دغه ژمنه کړی ده چې له تاسو سره د پیوستون د اعلانولو لپاره نن توره ورځ ولمانځو .
هغه وویل د پاکستان ټول ملت د کشمیر د مسلې په هکله یو نظر لری او زیاته یې کړه د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې درې (۳)میاشتې کیږی چې ګرځبندیز دی .
مولانا فضل الرحمان له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د هند ترکنټرول لاندې کشمیر کښې د انسانی حقوقو د خلاف ورزیو په هکله اقدام ترسره کړی .
هغه زیاته کړه چې د پاکستان دحکومت مخالفو ګوندونو د حکومت د مرکچی ډلې غوښتنې رد کړی دی او مونږ به خپله پرلتې ووهو او زیاته یې کړه لومړی وزیر عمران خان باید استعفا ورکړی .