د پاکستان د ازادۍ په نوم لاریون سکهر سیمې ته رسیدلی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i85523-د_پاکستان_د_ازادۍ_په_نوم_لاریون_سکهر_سیمې_ته_رسیدلی
زمونږ خبریال وایی د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د فضل الرحمن څانګې د ازادۍ په نوم لاریون چې پرون دسیند صوبې د کراچۍ ښار له سهرات ګوټ سیمې پیل شوی وو اوس سکهر سیمې ته رسیدلی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 28, 2019 02:20 Asia/Kabul
  • د ازادۍ په نوم دغه لاریون په سکهر کښې له شپې کولو وروسته نن پنجاب صوبې ته ورسیږي .
    د ازادۍ په نوم دغه لاریون په سکهر کښې له شپې کولو وروسته نن پنجاب صوبې ته ورسیږي .

زمونږ خبریال وایی د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د فضل الرحمن څانګې د ازادۍ په نوم لاریون چې پرون دسیند صوبې د کراچۍ ښار له سهرات ګوټ سیمې پیل شوی وو اوس سکهر سیمې ته رسیدلی دی .

د جمعیت علمای اسلام دفضل الرحمن څانګې  صوبایی عمومی سیکرټر راشد محمود د دغه لاریون مشرۍ کوی .

د ازادۍ په نوم دغه لاریون په سکهر کښې له شپې کولو وروسته نن پنجاب صوبې ته ورسیږی او له لاهور څخه په تیریدا سره به  پلازمینې اسلام اباد ته ورشی .

دغه راز د حب له لارې په بلوچستان صوبې کښې دجمعیت علمای اسلام کارکونکی به هم په دغه لاریون کښې ګډون وکړی .

ویل کیږی چې د جمعیت علمای اسلام دفضل الرحمن څانګې یو(۱) مهم مشر مولانا عبدالواسع به د بلوچستان صوبې له مرکز کویټه ښار څخه د ازادۍ په نوم دلاریون مشرۍ وکړی او دغه لاریون به له ډیره غازې خان ، ملتان او  لاهور څخه په تیریدا سره اسلام اباد ته ورسیږی .

Image Caption