عمران خان او زلمی خلیل زاد خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i85548-عمران_خان_او_زلمی_خلیل_زاد_خبرې_وکړې
زمونږ خبریال وایی د پاکستان لومړی وزیرعمران خان او د افغانستان په چارو کښې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد په اسلام اباد کښې د افغانستان د سولې د بهیر په هکله په تفصیل سره خبرې کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 29, 2019 03:10 Asia/Kabul
  • عمران خان او زلمی خلیل زاد خبرې وکړې

زمونږ خبریال وایی د پاکستان لومړی وزیرعمران خان او د افغانستان په چارو کښې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد په اسلام اباد کښې د افغانستان د سولې د بهیر په هکله په تفصیل سره خبرې کړی دی .

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان له زلمی خلیل زاد سره په کتنې کښې وویل اسلام اباد په افغانستان کښې د سولې د راوستلو لپاره کلکه اراده لری او زیاته یې کړه د افغانستان د شخړې د ختمولو لپاره د موجودو خنډونو ختمول ضروری دی .

عمران خان وویل ټولو خوا ته په افغانستان کښې د تاوتریخوالی د ختمولو لپاره د عملی اقداماتو د ترسره کولوضرورت دی .

هغه وویل په افغانستان او سیمه کښې پایداره امن ، ثبات او پرمختګ د پاکستان په ګټه دی او پاکستان د مخلص دوست او د اسانتیا د برابرونکی په توګه  د رول لوبولو ته تیار دی .