د عمران خان حکومت واک باید خلکو ته وسپاری
زمونږ خبریال وایی د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د فضل الرحمن څانګې مشر مولانا فضل الرحمن د پنجاب صوبې په ګجرانواله سیمه کښې خلکو ته په وینا کښې وویل حکومت باید واک خلکو ته وسپاری .
هغه وویل د پاکستان ټول ملت د اوسنی حکومت په هکله یوشان دریځ لری او حکومت باید قدرت خلکو ته وسپاری ځکه چې د هیواد اقتصاد یې تباه کړی دی .
مولانا فضل الرحمن وویل کله چې دا ډول تباهۍ رامینځته کیږی نو د هیواد جغرافیه د تل لپاره بدلیږی .
د پاکستان دجمیعت علمای اسلام ګوند د فضل الرحمن څانګې مشر مولانا فضل الرحمان وویل چې مونږ د تیر کال د جولاۍ دمیاشتې د پینځویشتمې (۲۵)نیټې انتخابات چې عمران خان پکښې لومړی وزیر شوی وو نه منو او زیاته یې کړه کوم امانت چې چورتالان شوی مونږ اوس د هغه د ساتلو لپاره واټونو ته راوتلی یوو .
هغه وویل د عمران خان نالایق حکومت مونږ له اقتصادی کړکیچ څخه نشی ایستلی او نن به ټول پاکستان یوځاې اسلام اباد ته ورشی .
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د مولانا فضل الرحمن څانګې د ازادۍ په نوم لاریون چې د عمران خان دحکومت پرضد یې پیل کړی دی اوس د پنجاب صوبې مرید کې (Muridke) سیمې ته رسیدلی دی او هلته یې د مسلم لیګ ګوند د نوازشریف څانګې پلویانو هرکلی کړی .