د پاکستان محکمې د مریم نواز له خوشی کیدا سره موافقه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i85678-د_پاکستان_محکمې_د_مریم_نواز_له_خوشی_کیدا_سره_موافقه_وکړه
زمونږ خبریال وایی د پاکستان د لاهور محکمې نن د چوهدری شوګر ملز په نوم د بورې(sugar) د تولیدولو د کارخانې د غلا په دوسیې کښې د میرمن نواز د درملنې د ضمانت په هکله په طبی سندونو او مدارکو له غور کولو سره موافقت کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 04, 2019 13:21 Asia/Kabul
  • نوازشریف د  پاکستان د قضايي مراجعو په وسیله د مالي فساد او غلا په جرم په اوه (۷) کاله بند محکوم شوی .
    نوازشریف د پاکستان د قضايي مراجعو په وسیله د مالي فساد او غلا په جرم په اوه (۷) کاله بند محکوم شوی .

زمونږ خبریال وایی د پاکستان د لاهور محکمې نن د چوهدری شوګر ملز په نوم د بورې(sugar) د تولیدولو د کارخانې د غلا په دوسیې کښې د میرمن نواز د درملنې د ضمانت په هکله په طبی سندونو او مدارکو له غور کولو سره موافقت کړی دی .

د لاهور محکمې وویل مریم نواز د لس (۱۰) میلیونه روپۍ ضمانت په ورکولو سره کولای شی چې له زندان څخه خوشی شی خو سره له دې هغه له هیواد څخه بهر د تلو اجازه نلری .

یادونه کوو چې د پاکستان قضایی مراجعو تیره اونۍ د هیواد د پخوانی لومړی وزیر نوازشریف د خوشی کیدا له غوښتنې سره موافقت کړی او دهغه حکم یې هم تر دوو (۲) میاشتو پورې وځنډوه .

نوازشریف چې مخکې د  پاکستان د قضایی مراجعو په وسیله د مالی فساد او غلا په جرم په اوه (۷) کاله بند محکوم شوی دی همدا اوس د ناروغۍ په وجه خوشی شوی او درملنه یې روانه ده .