په ایران کې د پاکستان دسفیرې پړاؤ پای ته ورسید
په تهران کې د پاکستان دسفیرې میرمن رفعت مسعود ډیپلوماټیک ماموریت له ټاکلی وخته مخکې او شپاړس میاشتنی ماموریت وروسته ، د ریټایرمنټ عمر ته د رسیدو په دلیل یعنی شپیته کلنۍ ته د رسیدو په دلیل پای ته ورسید.
زمونږ خبریال راپور راکړ د ایران د خارجه وزارت د اطلاع رسونې ادارې په یوې خبریتا کې وئیلی دی ، په ایران کې د پاکستان سفیرې میرمن رفعت مسعود دخپل ماموریّت په پای کې د ایران د اسلامی جمهوریت له خارجه وزیر محمد جواد ظریف سره کتنه او خدای په آمانی کړې ده .
په تهران کې د پاکستان دسفیرې میرمن رفعت مسعود ډیپلوماټیک ماموریت له ټاکلی وخته مخکې او شپاړس میاشتنی ماموریت وروسته ، د ریټایرمنټ عمر ته د رسیدو په دلیل یعنی شپیته کلنۍ ته د رسیدو په دلیل پای ته ورسید.
میرمن مسعود چې په فارسی ژبې هم مسلطه ده ، له دې مخکې په ناروې ،انګلستان ،جرمنی ، ترکیې او فرانسې کې هم د ډیپلوماټ په توګه فعالیتونه کړی دی .