پر امریکا د پاکستان نیوکې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i85739-پر_امریکا_د_پاکستان_نیوکې
د امریکا په وسیله له ترهه ګرۍ سره په دوه ګوڼی چلند دپاکستان تورنول هغه کړچار دی،چې له ۲۰۰۴کال څخه ئې د دواړو هیوادنوو پر اړیکو سیوری غوړولی دی او په تیرو څه دپاسه پنځلسو کلونو کې تل د دواړو هیوادونو اړیکې،یعنی له طالبانو سره د اسلام اباد د ملګرتیا او ملاتړ په باب د سپینې ماڼۍ له تورونو د هغوی اغیزمنو اړیکو، تاؤتریخجن شرائط درلودلی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 07, 2019 12:48 Asia/Kabul
  • پر امریکا د پاکستان نیوکې

د امریکا په وسیله له ترهه ګرۍ سره په دوه ګوڼی چلند دپاکستان تورنول هغه کړچار دی،چې له ۲۰۰۴کال څخه ئې د دواړو هیوادنوو پر اړیکو سیوری غوړولی دی او په تیرو څه دپاسه پنځلسو کلونو کې تل د دواړو هیوادونو اړیکې،یعنی له طالبانو سره د اسلام اباد د ملګرتیا او ملاتړ په باب د سپینې ماڼۍ له تورونو د هغوی اغیزمنو اړیکو، تاؤتریخجن شرائط درلودلی دی .

 د پاکستان  خارجه وزارت  له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې  د اسلام اباد د بې وسۍ په باب  د امریکا  دخارجه وزارت ادعا  د نه منلو وړ بللې .

  د پاکستان  دخارجه وزارت ویندوی محمد فیصل  وئیلی دی  سره له دې چې  د نړۍ هیوادونه   له ترهه ګرۍ سره د اسلام مبارزه منلې ده،د امریکا خارجه وزارت  پخپل وروستی راپور کې ،  له سیمه ایزې ترهه ګرۍ سره په مبارزې  کې  دپاکستان له اغیزشیندونکی رول څخه  انکار کړی دی  .

 محمد فیصل  په دغو نیوکو کې ،  دامریکا د خارجه وزارت راپور، دسیمه ایزې سولې په ټینګولو کې  د پاکستان  د اغیز شیندونکی  رول په باب  ددغه هیواد د ځینو مشرانو له څرګندونو سره توپیر بللی دی .

 د پاکستان د خارجه وزارت ویندوی همداراز ټینګار کړی،چې اسلام اباد په افغانستان کې د سولې د بهیر د پرمخ بیولو لپاره په سیمې کې د امنیت او ثبات د ټینګیدا په اړه له خپلې خوا هر وخت ښه نیّت  ثابت کړی دی .

 د امریکا په وسیله  له ترهه ګرۍ سره په دوه ګوڼی چلند دپاکستان تورنول  هغه کړچار دی ، چې  له ۲۰۰۴کال څخه ئې  د دواړو هیوادنوو پر اړیکو سیوری غوړولی دی  او په تیرو څه دپاسه پنځلسو کلونو کې تل د دواړو هیوادونو اړیکې،یعنی له طالبانو سره د اسلام اباد د ملګرتیا او ملاتړ په بابد سپینې  ماڼۍله  تورونو دهغوی اغیزمنو اړیکو، تاؤتریخجن شرائط درلودلی دی .

د  امریکا حکومت مدعی شوی،پاکستان،د ترهه ګرۍ له خطرناک ګواښ سره دمبارزې په ضرورت له ټینګارسره په یووخت له ترهه ګرۍ سره په مخامخیدنې کې د دوه ګونی لوبې په رامینځةکولو او له ځینو افراطی ډلو څخه په ملاتړ سره،په افغانستان کې او په سیمه ایزه سوه ددغه هیواد او د هغه د متحدانو ګټې له خطرې سره مخامخ کړی دی .

Image Caption

 

  په ۲۰۱۷کال کې د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ څرګندونې چې  دپاکستان په ضد د سپکو او سختو ادبیاتو په کارونې کې مهم ټکی ارزول شوی،ددغو دواړو هیوادونو ترمینځ  ئې تاؤتریخوالی او اختلافات زیات کړی دی .

ډونالډټرمپد ترهه ګرو لپاره د امن په ځای د پاسکتان دبدلیدو د ادعا په مطرح کولو سره،له دغه هیواد سره مالی مرستې غوڅې  کړې او داسلام اباد  چارواکی ئې،د جارج بش او باراک اوباما د ولسمشرۍ په پړاؤنو کېله سپینې ماڼۍ د میلیارډونو ډالرو دترلاسه کولو لپاره په دوکې ورکولو  تورن کړ،چې د ټرمپ دغه څرګندونې د پاکستان د ولس او چارواکو له سختو اوجدی  غبرګونونو سره مخامخ شوې .

  سره له دې چې په تیر اوړی کې دپاکستان  لومړی وزیر عمران خان  واشنګټڼ ته سفروکړ او د ټرمپ  پشمول له ځینو امریکائی چارواکو سره ئې لیده کاته وکړل،خو دغه کتنه او خبرې اترې ونه توانیدې څو ددواړو هیوادونو په اړیکو کې  د تاؤتریخوالی اندازه کمه کړی .

 په تیره بیا داچې عمران خان کله چې په پاکستان کې د حکومت د مخالفانو په لیکه کې ؤ،نود امریکا د سیاستونو سخت خلاف ؤ  او په کرتو ئې د امریکا ضد مظاهرو مشری  هم په غاړه درلوده .

  دغه شان مخینې ته په پام سره چې عمران خان ئې په پاکستان کې لری،دا خیال  او ګمان مطرح دی،چې ددغه هیواد لومړی وزیر د سپینې ماڼۍ دسلطه غواړو سیاستونو په مقابل کې  نادود نرمښت ته  حاضر نه دی  او په دغه شان شرائطوکې  ئې د اسلام اباد  او واشنګټن  په مناسباتو کې د تاؤتریخوالو دوام  او زیاتیدا زغملی دی .

Image Caption

 

 د امریکا حکومت  له ترهه ګرۍ سره  په دوه ګوڼی چلند  دپاکستان پر تورنولو سربیره  دغه  هیواد  د افغانستان دسولې په بهیر کې  په  کار ړنګونې هم تورنوی ، چې البته د کابل حکومت هم دغه شان دریځ لری .

 البته باید  پام ولرل شی ، چې  په امریکا کې  هم  له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې د پآکستان د رول په باب یو شان دریځ نشته  او د امریکا په حکومت او کانګرس کې ځینی شخصیتونه  ، له افراط پالنې سره  دمقابلې په زمینې کې  داسلام اباد کړچار نه ردوی .