د نواز شریف د طبی بورډ رپوټ نیمګړی و
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i85826-د_نواز_شریف_د_طبی_بورډ_رپوټ_نیمګړی_و
زمونږخبریال وایی د پاکستان د پنجاب صوبې د روغتیا وزیرې ډاکټر یاسمین راشد وایی، له طبی بورډ یې د پخوانی لومړی وزیر نواز شریف د روغتیا په هکله بشپړ رپوټ غوښتی، ځکه پخوانی راپور نیمګړی و.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 11, 2019 12:48 Asia/Kabul
  • د نواز شریف د طبی بورډ رپوټ نیمګړی و

زمونږخبریال وایی د پاکستان د پنجاب صوبې د روغتیا وزیرې ډاکټر یاسمین راشد وایی، له طبی بورډ یې د پخوانی لومړی وزیر نواز شریف د روغتیا په هکله بشپړ رپوټ غوښتی، ځکه پخوانی راپور نیمګړی و.

هغې لاهور کې خبری غونډې ته وویل، د نواز شریف ځینې معاینې ډېرې حساسې دی، چې کورنیو چارو وزارت ته یې لېږل مفصل ځواب غواړی.

نوموړې وایی، نن بیا طبی بورډ غونډه کوی چې مفصل رپوټ د کورنیو چارو وزارت ته ولېږی.

د نواز شریف ګوند له حکومت غواړی چې نوموړی بهر ته د درملنې لپاره ولېږی.

تمه ده نواز شریف برتانیا ته د درملنې لپاره ولېږدول شی  او لندن ته رسېدو سره یې هغه خصوصی روغتون کې د بستر کېدو چارې بشپړې شوې چې پخوا یې هم درملنه پکې شوې وه.

خو لا هم د نوموړی نوم  له هیواد څخه د وتلو د  کنټرول نوملړ یا ایګزېټ کنټرول لېسټ کې شته او حکومت هم په دې تړاو کومه پرېکړه نه ده کړې.

خو د مسلم لیګ نواز څانګې  ویانده مریم اورنګزېب وایی، لندن ته د ښاغلی نواز د لېږلو پرېکړه بېړنی حالت کې شوې ده:

"د یکشنبې په ورځ د ښاغلی شریف طبی معاینه وشوه، حکومتی  او نورو ډاکټرانو ویل چې باید ژر تر ژره لندن ته ورسول شی".

نوموړې دا هم وایی چې لندن ته د ښاغلی نواز لېږلو لپاره ګوند له حکومت سره اړیکه کې و.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر اعجاز شاه هم وویل، چې لومړی وزیر عمران خان د نواز شریف د لېږلو لپاره ځانګړې سپارښتنه کړې او ویل یې چې د نوموړی پر ناروغۍ باید کومه سیاسی معامله ونه شی.

دی زیاتوی کله چې د ایګزېټ کنټرول لېسټ څخه  د ښاغلی نوازشریف  نوم اېستل بشپړ شی، نو د هغه نوم  به هم ترې و اېستل شی.