د نواز شریف د طبی بورډ رپوټ نیمګړی و
زمونږخبریال وایی د پاکستان د پنجاب صوبې د روغتیا وزیرې ډاکټر یاسمین راشد وایی، له طبی بورډ یې د پخوانی لومړی وزیر نواز شریف د روغتیا په هکله بشپړ رپوټ غوښتی، ځکه پخوانی راپور نیمګړی و.
هغې لاهور کې خبری غونډې ته وویل، د نواز شریف ځینې معاینې ډېرې حساسې دی، چې کورنیو چارو وزارت ته یې لېږل مفصل ځواب غواړی.
نوموړې وایی، نن بیا طبی بورډ غونډه کوی چې مفصل رپوټ د کورنیو چارو وزارت ته ولېږی.
د نواز شریف ګوند له حکومت غواړی چې نوموړی بهر ته د درملنې لپاره ولېږی.
تمه ده نواز شریف برتانیا ته د درملنې لپاره ولېږدول شی او لندن ته رسېدو سره یې هغه خصوصی روغتون کې د بستر کېدو چارې بشپړې شوې چې پخوا یې هم درملنه پکې شوې وه.
خو لا هم د نوموړی نوم له هیواد څخه د وتلو د کنټرول نوملړ یا ایګزېټ کنټرول لېسټ کې شته او حکومت هم په دې تړاو کومه پرېکړه نه ده کړې.
خو د مسلم لیګ نواز څانګې ویانده مریم اورنګزېب وایی، لندن ته د ښاغلی نواز د لېږلو پرېکړه بېړنی حالت کې شوې ده:
"د یکشنبې په ورځ د ښاغلی شریف طبی معاینه وشوه، حکومتی او نورو ډاکټرانو ویل چې باید ژر تر ژره لندن ته ورسول شی".
نوموړې دا هم وایی چې لندن ته د ښاغلی نواز لېږلو لپاره ګوند له حکومت سره اړیکه کې و.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر اعجاز شاه هم وویل، چې لومړی وزیر عمران خان د نواز شریف د لېږلو لپاره ځانګړې سپارښتنه کړې او ویل یې چې د نوموړی پر ناروغۍ باید کومه سیاسی معامله ونه شی.
دی زیاتوی کله چې د ایګزېټ کنټرول لېسټ څخه د ښاغلی نوازشریف نوم اېستل بشپړ شی، نو د هغه نوم به هم ترې و اېستل شی.