د اسلامی ایران له دومدارو ملاتړونو د پاکستان د ولسمشر قدرونه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i86072-د_اسلامی_ایران_له_دومدارو_ملاتړونو_د_پاکستان_د_ولسمشر_قدرونه
د تهران او اسلام اباد د اړیکو په باب د پاکستان د ولسمشر څرګندونې د ارتباط د هغو څه د پاسه اوو لسیز پړاؤ ښودنه کوی،چې له ډیرو ټیټو هسکو سره سره تل ژورې او تاودې پاتې دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 23, 2019 12:42 Asia/Kabul
  • د اسلامی ایران له دومدارو ملاتړونو د پاکستان د ولسمشر قدرونه

د تهران او اسلام اباد د اړیکو په باب د پاکستان د ولسمشر څرګندونې د ارتباط د هغو څه د پاسه اوو لسیز پړاؤ ښودنه کوی،چې له ډیرو ټیټو هسکو سره سره تل ژورې او تاودې پاتې دی .

د پاکستان ولسمشر د اسلام آباد له سیمه ایزو دریځونوڅخه د تهران د دوامدار ملاتړ  په قدرونې سره  ټینګار کړی،د ایران  له اسلامی جمهوریت سره  اړیکې  د پاکستان د بهرنی سیاست یو اساسی لومړیتوب دی .

ډاکټر عارف علوی په پاکستان کې د ایران د سفیر مهدی هنردوست د ماموریت  د ختمیدا په درشل کې  په اسلام اباد کې د  ولسمشرۍ په ماڼۍ کې له هغه سره په کتنې کې  وئیلی دی،پاکستان د کشمیر له ولسه  د ایران د اسلامی انقلاب د معظم لارښود حضرت آیت ا... سید علی خامنه ای د پریکنده ملاتړ قدرونه اوستاینه کوی .

 د  پاکستان ولسمشر  ټینګار کړی ، تهران او اسلام اباد  دګډو دینی،کلتوری او مذهبی مشترکاتو،د دواړو هیوادونو د نزدو مناسباتو او د ګډوګټوپه اساس،له ډیرو ښو اړیکو برخمن دی  .

د تهران او اسلام اباد د اړیکو په باب د پاکستان د ولسمشر څرګندونې د ارتباط د   هغو څه د پاسه اوو لسیز پړاؤ  ښودنه کوی،چې  له ډیرو ټیټو هسکو سره سره  تل ژورې او تاودې  پاتې دی .

Image Caption

 

 له اسلامی هیوادونو په تیره بیا له ګاونډیو هیوادونو سره په نزدې تعامل کې  دایران داسلامی جمهوریت  چورلیزی سیاست یو داسې ترټولو مهم علت دی، چې تهران او اسلام اباد ئې په سختو موقعیّتونو کې هم نزدې ساتلی دی او البته دغه پیوندونه یوازې د دواړو هیوادونو حکومتونو ته  نه محدودیږی،بلکې په ایران او پاکستان کې عمومی افکار هم  د دواړو هیوادونو ترمینځ  په نزدې تعامل کې د مرکزی حکومتونو ملاتړی پاتې دی .

 د کشمیر لههغو مسلمانانود اسلامیایران ملاتړونهچېله تیرو څولسیزو راهسېله ظلم او کړاؤ سره لاس اوګریواندی،ایران ته د پاکستان د ولساو حکومت د مثبت نظر،یو ترټولو مهم علت دی .

 په همدې دلیل ده چې پاکستنان تر دې دمه په یوه ایرانی ضدائیتلاف برخه شوی نه دیاو د ایران د ګټو په ضد ئې هم کوم اقدام نه دی کړی ، بلکې تل ئې د هر یوه هیواد او ادارې له خوا د ایران په ضد له بندیونو او ګواښونو سره مخالفت کړ یدی .

 په پاکستان کې د ایران د چارو یو کارپوه او شناندی  ډاکټر زاهد انور خان وائی،پاکستان او ایران  په سیمې کې دوه مهم هیوادونهحسابیږی او ایران هم دپاکستان په څیرد میلیونونو افغان کډوالو کوربه دی. پاکستان او ایران د ترهه ګرۍ له ګواښونو کړیږیاو په همدې دلیل باید د دواړو هیوادونو ملګرتیاوې پیاوړی شی څو   په سیمې کې د ترهه ګرۍ جرړې ویستل شی .

 البته واقعیَت دادی چېد ایران او پاکستان نزدې پیوندونه او په سیمه ایزو اونړیوالو مسئلو اوموضوعګانو کې ددواړو هیوادونو نزدې ملګرتیاوې لامل شوی دی،څو دغه ارتباطات تل د دواړو هیوادونو د کینه کښو دښمنانو له سپیرو حملو او ټکونو سره  مخامخ شی .

په وروستیو کلونو کېد امریکا او سعودی عربستان  رژیمونو  له یوه بله د ایران او پاکستان د لیرې ساتلو لپاره خپلې هلې ځلې دوه برابره کړی دی،خو ددغو دباؤنو اوغلیمانه سیاستونوپه اوج کېهم د تهران او اسلام اباد اړیکې نه یوازې ټینګی شوی دی،بلکې لا پیاوړی شوی هم دی .

  دغه وضعیّت د ایران او پاکستان له  ظرفیَتونو او ګټو څخه د دواړو لورورد واکوالانو د سم درک  تائید دی

Image Caption

 

 په عین حال کې  باید په نظر کې ولرل شی،چې په تیرو څه دپاسه اوو لسیزو  پړاؤ کې د ایران او پاکستان د اړیکو له دوام سره سره،د دواړو هیوادونو په اقتصادی مبادلاتوکې ډولوالی ا و اندازه لږه پاتې ده  چې  د ایران او پاکستان  د ملتونو ګټې ایجابوی،تهران او اسلام اباد خپلې اقتصادی اوتجارتی اړیکې  هم د نورو حوزو په څیر  سره لازیاتې ژورې او  پراخې کړی .