امریکا دې په سی پیک پروژې کې ګوتې نه وهی
د امریکا یوه ډیپلوماټ مدعی شوی،د چین پاکستان اقتصادی کریډور یا سی پیک یوازې د بیجنګ لپاره ګټه لری او ددغه پانګونه د پاکستانیانو اقتصاد ته ډیر تاوان رسوی .
ایرنا خبری اژانس راپورورکړ د پاکستان د پلانونې او پراختیا وزیر اسدعمر پرون ناوخته د پاکستان په کراچۍ کې په خبری ناستې کې دې ته په اشارې سره چې اسلام اباد هیڅکله همد د نورو هیوادونو په سپارښتنو سره له بیجینګ سره خپې اړیکې نه کموی ، وئیلی دی په پاکستان کې د چین د پانګونې په باب د امریکائی ډیپلوماټ آلیس ویلزڅرګندونې سمې نه دی او له ګوت وهونکو څرګندونو دې ډډه وکړی .
دپاکستان د پراختیا اوپلانونې وزیر ټینګار کړی،اسلام اباد له بیجینګ سره ښې اړیکې لری او دغه اړیکې د یوه هیواد په خلاف هم نه دی .
په دغه خبری ناستې کې په اسلام اباد کې د چین سفیر یائو جینګ هم د امریکائی ډیپلوماټ ګوتوهونکی څرګندونې ملنډې بللی او وئیلی ئېدی،د بیجینګ اسلام اباد اړیکې د دواړو هیوادونو لپاره په بریالیو ملګرتیاؤ او متقابلوګټو باندې مشتملې دی.
د امریکا دغه ډیپلوماټ مدعی شوی ،د چین پاکستان اقتصادی کریډور یا سی پیک یوازې د بیجنګ لپاره ګټه لری او د دغه پانګونه د پاکستانیانو اقتصاد ته ډیر تاوان رسوی .