د پاکستان سترې محکمې د جنرال باجوا د دندې تمدیدیدا وځنډوله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i86139-د_پاکستان_سترې_محکمې_د_جنرال_باجوا_د_دندې_تمدیدیدا_وځنډوله
ټاکل شوې د پاکستان د پوځ قوماندان جنرال باجوه دنومبر په ۲۹نیټه ریټایرډ شی ، خو عمران خان تر درو کلونو پورې دهغه دماموریت نیټه تمدید کړې ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 26, 2019 14:04 Asia/Kabul
  • د پاکستان سترې محکمې د جنرال باجوا د دندې تمدیدیدا وځنډوله

ټاکل شوې د پاکستان د پوځ قوماندان جنرال باجوه دنومبر په ۲۹نیټه ریټایرډ شی ، خو عمران خان تر درو کلونو پورې دهغه دماموریت نیټه تمدید کړې ده .

 زمونږخبریال راپورراکړ د پاکستان سترې محکمې یا سپریم کورټ   مشر قاضی آصف سعید کهوسه  نن  په یوې فیصلې کې وئیلی دی ، د لومړی وزیر په توګه  عمران خان   د پوځ دمځکنی ځواک د  قوماندان د ماموریت نیټه نشی تمدیدولی  اوپه دې زمینې کې  یوازې ولسمشر  فیصله کوی .

 د پاکستان د سپریم کورټ مشر قاضی  همداراز د دغه هیواد دلوی څارنوال انور منصور څخه هم غوښتی دی ، څو   د جنرال قمر جاوید باجوه  دماموریت د دوام لپاره دې  د ولسمشر تائید وړاندې کړی .

 د پاکستان لوی څارنوال هم  د سپریم کورټ دمشر قاضی د اعتراض په ځواب کې  ووئیل د پوځ دمشر قوماندان د ماموریت  دتمیدیدا په باب به  حکومتی کابینه  فیصله وکړی .  وروستی راپورونه ښئ د عمران خان په مشرۍ د پاکستان دمرکزی حکومت کابینې د جنرال قمر جاوید باجوا د ماموریت د تمیدیدو د فیصلې  ملاتړ کړی او وئیلی ئې دی په دې اړه  له پوځ سره مټ په مټ ولاړ دی او دغه فیصله د دوی متفقه فیصله ده .

ټاکل شوې د پاکستان د پوځ  قوماندان جنرال باجوه دنومبر په  ۲۹نیټه ریټایرډ شی ، خو عمران خان تر درو کلونو پورې  دهغه  دماموریت نیټه تمدید کړې ده .