د پاکستان سترې محکمې «د صلحې پائپ لائن» په ځنډولو نيوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i86144-د_پاکستان_سترې_محکمې_د_صلحې_پائپ_لائن_په_ځنډولو_نيوکه_وکړه
د پاکستان د سترې محکمې قاضيانو له ايران څخه د ګېسو د انتقال د منصوبې په پوره کولو کښې د دغه هېواد د حکومت په ځنډ راوستلو نيوکه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 27, 2019 02:25 Asia/Kabul
  • د پاکستان سترې محکمې «د صلحې پائپ لائن» په ځنډولو نيوکه وکړه

د پاکستان د سترې محکمې قاضيانو له ايران څخه د ګېسو د انتقال د منصوبې په پوره کولو کښې د دغه هېواد د حکومت په ځنډ راوستلو نيوکه وکړه.

د پاکستان د جنګ ورځپاڼې د ليکنې په نقل سره د ايرنا د رپوټ له مخې د پاکستان د سترې محکمې قاضيانو منصور علي شاه او مشير عالم د دغې محکمې په غونډه کښې د دغه هېواد د عمومي څارنوال له مرستياله وغوښتل چې پاکستان د ايران د ګېسو د منتقلولو د منصوبې د تکميل په اړه دې وضاحت وکړي.

د پاکستان د سترې محکمې قاضيانو همدارنګ دا پوښتنه مطرح کړه چې ولې د اسلام اباد حکومت په تېرو اتو کلونو کښې پاکستان د ايران د ګېسو د انتقال په باره کښې پارلېمان يا سترې محکمې ته واضحه او روڼ رپوټ نه دے ورکړے.

قاضي فېصل عرب هم د صلحې د پائپ لائن نومې منصوبې په عملي کېدو کښې د پاکستان د حکومت په ځنډ باندې په نيوکې سره وويل، حکومت د دومره زياتو کلونو د تېرېدو باوجود د ايران د ګېسو د پائپ لائن د جوړولو کار مخ په وړاندې بونتلو.

په دغه غونډه کښې د پاکستان د عمومي څارنوال مرستيال د سترې محکمې د قاضيانو د پوښتنې په ځواب کښې ادعا وکړه چې د ايران د ګېسو منصوبه له نړيوالو خنډونو سره مخامخه ده.