ایران او پاکستان دوه اړخیزې اړیکې نوره هم پراخوی
په ایران کې دچابهار او په پاکستان کې په ګوادر بندرونو کې پانګونې د ایران او پاکستان په اقتصادی اړیکو کې د یوه بشپړونکی بندرونو په توګه ګټه ور کیدلی شی .
د اسلامی ایران دسیستان اوبلوچستان والی احمد علی موهبتی پرون په زاهدان کې د پآکستان د بلوچستان صوبې د اقتصادی چارو له مرکچی ټیم سره په کتنې کې وئیلی دی ،ایران اوپاکستان سره ګډې اقتصادی ګټې ، او تاریخی ،مذهبی اوکلتوری مشترکات لری او داړیکو پراختیا د ایران د سیستان اوبلوچستان و دپاکستان دبلوچستان صوبې ترمینځ د ا قتصادی پراختیا زمینه جوړونکی کیدلی شی .
هغه زیاته کړې په ایران کې دچابهار او په پاکستان کې په ګوادر بندرونو کې پانګونې د ایران او پاکستان په اقتصادی اړیکو کې د یوه بشپړونکی بندرونو په توګه ګټه ور کیدلی شی .
د پاکستان د بلوچستان صوبې د پلاوی مشر او دګمرکاتو څارونکی رضا بلوچ هم په دغې کتنې کې وئیلی دی ، د ایران اوپاکستان دوو ه یوادونو دپراخیا لپاره ډیر مناسب ظرفیَتونه شته دی چې باید زیات پام ورته وضشی . هغه همداراز ټینګار کړی ، دواړه هیوادونه باید د سرحدی مشکلاتو او ترینګلتیاؤ د ختمولو لپاره لازیاتې هڅې وکړی .
ایران او پاکستان سره کابو نهه سوه شپیته کلومیټره ګډه پوله لری .