پاکستان په سیمه کښې د امریکې په لاسوهونکو سیاستونه نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i86286-پاکستان_په_سیمه_کښې_د_امریکې_په_لاسوهونکو_سیاستونه_نیوکه_وکړه
د پاکستان د اقتصاد او مالیې وزیر په سیمه کښې د امریکې په مداخله غواړو سیاستونو باندې سخته نیوکه کړې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 03, 2019 01:58 Asia/Kabul
  • پاکستان په سیمه کښې د امریکې په لاسوهونکو سیاستونه نیوکه وکړه

د پاکستان د اقتصاد او مالیې وزیر په سیمه کښې د امریکې په مداخله غواړو سیاستونو باندې سخته نیوکه کړې ده.

تسنیم خبري آژانس لیکلې دي چې اسد عمر پرون وویل: امریکې د سعودي عربستان د مالي مرستو په کارولو سره سیمه بې ثباته کړې ده.

د پاکستان د مالیې وزیر زیاته کړه: لویدیځه نړۍ په تیره بیا امریکا باید په سیمه کښې په خپل بد کړچار باندې وشرمیږي.

اسد عمر هم داشان امریکا د پاکستان په کورنیو چارو کښې په لاسوهنې تورنه کړه او څرګنده یې کړه: واشنګټن د سیمې له هیوادونو په تیره بیا چین سره د پاکستان په اړیکو کښې خنډونه اچوي.