د چین او پاکستان ګډه پوځی مانوره
هر کال د چین او پاکستان دګډو پوځی مانورو د ترسره کولو پروګرام، ددواړو هیوادونو په پوځی او امنیتی ملګرتیاؤ کې یو ډول سټراټژیک اقدام بلل کیږی .
پاکستان او چین ډیره زره یعنی په روانې میاشتې کې دپاکستان په خاورې کې د اوم جنګیالی یا واریّر سیون ( WARRIOR VII)په نامې سره ګډه پوځی مانوره ترسره کوی .
دپاکستان خبری سرچینو دې ته په اشارې سره چې واریّر سیون نومې دغه ستره پوځی مانوره به تر یوې میاشتې پورې اوږده شی،راپور ورکړی،په دغې مانورې کې به د پاکستان او چین ځانګړی یونټونه له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په زمینې کې دخپلو تجروبو په مبادلو سره،له یوه بله تخنیکی تاکتیکونه زده کړی .
دا چین او پاکستان ترمینځ د ګډو پوځی ملګرتیاؤ په ټولګې کې د دواړو هیوادونو ترمینځ اوه مه ګډه پوځی مانوره ده .
واریّر سکس یا (شپږم جنګیالی)نومې ګډه پوځی مانوره هم د تیر کال په دسمبر کې په پاکستان کې د چین او پاکستان دپوځ دځانګړو یونټونو په شتون سره ترسره شوی ده .
هر کال د چین او پاکستان دګډو پوځی مانورو د ترسره کولو پروګرام، ددواړو هیوادونو په پوځی او امنیتی ملګرتیاؤ کې یو ډول سټراټژیک اقدام بلل کیږی .
په وروستیو کلونو کې دځینو داخلی اوبهرنیو شرائطو رابرسیره کیدا، په سټراټژیکو اړخونو د چین او پاکستان د اړیکو د بدلیدا او د ملګرتیاؤ پیاوړتیا ته د دواړو هیوادونو د کاږلو لامل شوی ده .
پاکستان چې له اقتصادی پلوه له ستورو چیلنجونو سره لاس اوګریوان دی، چین یو داسې مناسب شریک ګڼی،چې په پاکستان کې د پانګونې د پراختیا لپاره ددغه هیواد له ظرفیّتونو استفاده کولی شی چې،له هغو څخه یو د دواړو هیوادونو د اقتصادی کریډور اجرائی کیدا ده،چې ددغې سترې او ګډې اقتصادی پروژې د وروستی تمځای یا سټیشن په توګه په بلوچستان صوبې کې د ګوادر بندر روڼتیا،دپاکستان د چارواکو لپاره ډیرسټراټژیک اهمیّت لری .
د پاکستان حکومت هیله مند دی،د چین د حکومت د مثبت نظر به جلبولو سره ، د کارکسب د پراختیا او د بیخ بینائی پروژو د ترسره کولو لپاره ددغه هیواد له مالی توانمنیو څخه استفاده و کړائ شی .البته په هماغه اندازه چې د پاکستان د چین هراړخیزې اقتصادی ملګرتیاوې اهمیّت لری،له بیجینګ سره د پوځی مناسباتو ژورتیا هم داسې سټراټژیک ځایګی لری،چې د پوځی اړیکو د پراختیا لپاره د دواړو هیوادونو دغه ګډ ټکی،د هندوستان له احتمالی ګواښونو سره مقابله ده .
دمقابل لوری پلوۀ هم،د چین حکومت چې له پاکستان سره پر اقتصادی کریډور سربیره ،د: یوه کمر بند یو روډ: (وَن بیلټ وَن روډ یا او بی او آر) نومې ستره پروژه هم په ایجنډا کې لری،د افغانستان پشمول دسیمې هیوادونو ته د لاس رسی لپاره د پاکستان ظرفیّتونه ډیر مهم ګڼی .
پاکستان چې د امریکا د هغو سیاستونو له امله دې نتیجې ته رسیدلی دی ، چې دغه هیواد هندوستان ته پخپلوسیمه ایزو پروګرامونو کې ترجیح ورکړې ده ، د واشنګټن په مرستو په تکیې سره ددغه هیواد د ایټمی اوپوځی بیخ بینائییو په پیاوړتیا اندیښمن دی ، چې دا موضوع د اسلام اباد لپاره په بشپړ ډول یوه خطرناکه چاره ارزول کیږی .
له بل پلوه د چین حکومت چې له هند سره یوشمیر تاؤتریخوالی لری ، هڅه کوی ، له پاکستان سره په پوځی ډګر کې د سټراټژیکې ملګرتیا په پراختیا سره،د خپلو ډاډمنو شریکانو په لیسټ کې د دغه هیواد (پاکستان)په ورځای کولو سره ، دنوی ډیلی ګواښونه هم دپاکستان له لارې پیزوانی کړی ..
ځکه چې د پاکستان دپوځی توانمنیو پراختیا به د هندوستان د حکومت او امنیتی ادارو دپام یوه غوره برخه وی .