امریکا د پاکستان د پولیسو په یوه افسر بایکاټ ولګاوه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i86478-امریکا_د_پاکستان_د_پولیسو_په_یوه_افسر_بایکاټ_ولګاوه
زمونږ خبریال وایی امریکا د هغو کسانو په نوملړ کې چې له بشری حقونو سرغړونه کوی، د پاکستان د یوه پخوانی پولیس افسر راو انوار نوم هم شامل کړی او بندیزونه یې پرې لګولی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 11, 2019 02:42 Asia/Kabul
  • امریکا د پاکستان د پولیسو په یوه افسر بایکاټ ولګاوه

زمونږ خبریال وایی امریکا د هغو کسانو په نوملړ کې چې له بشری حقونو سرغړونه کوی، د پاکستان د یوه پخوانی پولیس افسر راو انوار نوم هم شامل کړی او بندیزونه یې پرې لګولی دی.

د امریکا متحدو ایالتونو خزانې وزارت د بهرنیانو شتمنیو کنټرول ادارې د سې شنبې پر ورځ د بشری حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت د بېلا بېلو هېوادونو پر ۱۸ کسانو بندیزونه لګولی دی.

په یوه اعلامیه کې د برما، لیبیا، سلواکیا، کانګو دیموکراتیک جمهوریت او جنوبی  سودان د دغو کسانو چې نومونه یې په لیست کې شامل دی، په اړه ویل شوی چې له بشری حقونو یې سختې سر غړونې کړې.

اعلامیه کې ویل شوی، چې راو انوار د پاکستان کراچۍ ښار کې د پولیسو یوه افسر په حیث جعلی نښتې کړې چې پکې د پولیسو له لاسه خلک وژل شوی دی.

په اعلامیه کې زیاته شوې، نوموړی په دغسې ۱۹۰ نښتو کې برخه درلوده، چې د وزیرستان یوه ځوان نقیب الله مسعود په ګډون پکې ۴۰۰ کسان وژل شوی دی.

خبرپاڼه زیاتوی ادعا کېږی چې راو انوار د پولیسو د هغې شبکې مشری کړی ده  چې له کلنگ  اخیستونکو، د ځمکو غصب کوونکو، قاچاقبرو او وژونکو مجرمانو سره یې مرسته کوله.

اعلامیه کې ویل شوی، راو انوار د دسیسې چمتو کولو او په مستقیمه یا غیر مستقیمه توګه له بشری حقونو د سرغړونې پېښو کې لاس درلود

تېر کال جنورۍ کې د کراچۍ ملیر سیمې پولیسو افسر راو انوار ادعا وکړه چې نقیب الله مسعود یې له دریو(3) نورو ملګرو سره په مخامخ نښته کې وژلی دی.