د پاکستان پخوانی واکمن ته د مرګ سزا واورول شوه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i86622-د_پاکستان_پخوانی_واکمن_ته_د_مرګ_سزا_واورول_شوه
زمونږ خبریال وایی د پاکستان سترې محکمې د خیانت د دوسیې په ارتباط د پخوانی ولسمشر پرویز مشرف د اعدام حکم ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 17, 2019 09:32 Asia/Kabul
  • د پاکستان پخوانی واکمن ته د مرګ سزا واورول شوه

زمونږ خبریال وایی د پاکستان سترې محکمې د خیانت د دوسیې په ارتباط د پخوانی ولسمشر پرویز مشرف د اعدام حکم ورکړ .

د پاکستان د پخوانی ولسمشر پرویز مشرف د محاکمې د ځانګړی محکمې دریو (۳) قاضیانو شاهد کریم ، نذر اکبر او وقار احمد سیټهی د هغه د اعدام حکم ورکړ .

د پاکستان دسترې محکمې د رایې تفصیل به په راتلونکو اتوڅلویښتو (۴۸) ساعتونو کښې خپور شی .

دا په داسې حال کښې دی چې د پاکستان حکومت د پخوانی ولسمشر پرویز مشرف په دوسیې باندې  له سره د غور کولو غوښتونکی دی .

د پاکستان دکورنیو چارو وزارت د پرویز مشرف په جسمی ډول تر ښه کیدا پورې د هغه د دوسیې د تعقیبولو د کار د بندولو غوښتنه کړی وه .

د پاکستان پخوانی ولسمشر پرویز مشرف حاضردمه په دوبۍ کښې په یوه (۱) روغتون کښې دی .

د پاکستان سترې محکمې وویل پرویز مشرف د ۲۰۰۷میلادی کال د نوامبر د میاشتې په دریمه (۳) نیټه د هیواد اساسی قانون وځنډوه او د قوانینو خلاف ورزۍ یې وکړه او اوس هغه د مجرم په پیژندل کیدا سربیره په مرګ سزا محکومیږی .

دا د پاکستان په تاریخ کښې لومړی ځل دی  چې یو (۱) پخوانی پوځی واکمن هیواد ته د ستر خیانت په تور په اعدام محکومیږی .