دپاکستان پیپلز او مسلم لیګ ګوندونو د اعدام ملاتړ وکړ
تسنیم خبری اژانس وایی د پاکستان پیپلز او مسلم لیګ ګوند نوازشریف څانګې پخوانی ولسمشر پرویز مشرف ته د اعدام د حکم ملاتړ وکړ .
د پاکستان دپیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداری په ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې د خپلې مور بې نظیر بوټو د عکس په خپرولوسره پرویزمشرف ته د سترې محکمې لخوا د اعدام د حکم ملاتړ وکړ .
بلاول بوټو چې مخکې یې هم په ځلونو پرویز مشر د خپلې مور بې نظیر بوټو په وژلې تورن کړی وو په نولس سوه نهه نویم (۱۹۹۹)میلادی کال کښې د پرویز مشرف کودتا او له زور څخه په استفادې سره د قدرت ترلاسه کولو ته په اشارې سره وویل ډیموکراسۍ ترټول ستر انتقام دی .
د پاکستان د مسلم لیګ د نوازشریف څانګې د حکومت په وخت کښې د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال هم د پرویز مشر د اعدام دحکم د ملاتړ په ترڅ کښې وویل د مشرف پانسی کیدل به سبب شی چې نور څوک د اساسی قانون د خلاف ورزۍ او دقانون دماتولوجرات ونکړی .
دا په داسې حال کښې دی چې د پاکستان د لومړی وزیر د رسنیو د چارو سلاکارې میرمن فردوس عاشق اعوان د پرویز مشرف د حکم په دقیق ډول د غور لپاره د هڅې خبر ورکړ .