شمالی وزیرستان کې طالبان یو ځل بیا منظم کېږی'
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i86830-شمالی_وزیرستان_کې_طالبان_یو_ځل_بیا_منظم_کېږی'
زمونږخبریال وایی د پاکستان د خیبر پښتونخوا په صوبایی اسمبلۍ کې د شمالی وزیرستان وکیل «میر قلم وزیر » ویلی، په سیمه کې د وسله والو طالبانو ډلې یوځل بیا منظمې شوې دی او فعالیتونه یې پیل کړی دی، خو د نوموړی په وینا،امنیتی ځواکونو دوسلوالو پر منظم کېدو سترګې پټې کړې دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 26, 2019 02:55 Asia/Kabul
  • شمالی وزیرستان کې طالبان یو ځل بیا منظم کېږی'

زمونږخبریال وایی د پاکستان د خیبر پښتونخوا په صوبایی اسمبلۍ کې د شمالی وزیرستان وکیل «میر قلم وزیر » ویلی، په سیمه کې د وسله والو طالبانو ډلې یوځل بیا منظمې شوې دی او فعالیتونه یې پیل کړی دی، خو د نوموړی په وینا،امنیتی ځواکونو دوسلوالو پر منظم کېدو سترګې پټې کړې دی.

د نوموړی ترڅنګ یو شمېر ځایی حکومتی چارواکو رسینو ته ویلی چې د حافظ ګل بهادر په مشرۍ د طالبانو ډله بیا په سیمه کې منظمه کېږی.

په دې وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په شمالی وزیرستان کې د هدفی وژنو پېښې ډېرې شوې او په دې پېښو کې امنیتی کسانو ته هم مرګژوبله اوښتی ده، شپږ کسان یې وژل شوی او ۱۰ تنه یې ټپیان شوی دی.

د پخوا په څېر وسلوالې ډلې د دغو بریدونو د مسئولیت منلو لپاره له یوه بله مخکې کېږی او امنیتی سرتېری پر کومه مشخصه ډله د تور لګولو پر ځای د دغه ډول برید ګرو لپاره د ناپېژاندو وسلوالو دودیزه اصطلاح کاروی.

میر قلم وزیر وویل  که امنیتی ځواکونه د وسلوالو مخه ونه نیسی ، نو په وینا یې د شمالی وزیرستان ولس به پاڅونونو ته اړ شی.

چارواکی وایی، دغه وسلواله ډله د پخوا په څېر مرکزونه نه لری، خو په وینا یې کوم وسلوال چې د کومې سیمې اوسېدونکی دی، له هماغه ځایه فعالیت کوی.

د ځایی چارواکو د شمېرو له مخې نژدې درې زره (3000)طالبان شمالی وزیرستان ته رسېدلی او د منظم کېدو هڅی کوی.

هغه زیاتوی، ''دا یوازې د شمالی وزیرستان د خلکو اندېښنه نه ده بلکې د ټولو پښتنو وېره ده چی یو ځل بیا په منظم توګه د پښتنو خاورې ته ترهګری رواستل کېږی.''