په کشمیر کنټرول کرښې کې بیا دیوشمیر کسانو وینه توی شوه
له تیرو څومیاشتو راهسې په جمو اوکمشیر سیمې کې هندی پوځیانو د کشمیریانو ژوندسخت تریخ کړی اوکشمیر سیمه ئې په یوه ستر زندان بدله کړې او داسې کومه ورځ نشته چې د هندی پوځیانو دجنایتونو له امله د یوشمیرکشمیریانو جنازې اوچتې نشی .
زمونږ خبریال د سپوټنیک خبری اژانس له قوله راپور راکړ د پاکستان پوځ نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی،هندی پوله ساتی ځواکپه تیرو څوورځو کې تردې دمه د کشمیر په کنټرول کرښې کې د اوور د موافقې څوځله خلاف ورزی کړېاو د پاکستان له پوله ساتی ځواک سره ښکیل شوی،چې له امله ئې شپږ کسان وژل شوی او یو شمیر نور ټپیان شوی دی .
هندی پوځ هم دغه راز په یوې خبرتیا کې وئیلی دی،پاکستان د کشمیر په کنټرو لکرښېکې داوور بند دموافقې خلاف ورزی کړی،چې د دغې نښتې لامل شوې ده .
داپه داسې حال کې دی چې له تیرو څومیاشتو راهسې په جمو اوکمشیر سیمې کېهندی پوځیانو د کشمیریانو ژوندسخت تریخ کړی اوکشمیر سیمه ئې په یوه ستر زندان بدله کړې او داسې کومه ورځ نشته چې د هندی پوځیانو د جنایتونو له امله د یوشمیر کشمیریانو جنازې اوچتې نشی .