د بې نظیر بوټو د وژلې کلیزه نن لمانځل کیږی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i86849-د_بې_نظیر_بوټو_د_وژلې_کلیزه_نن_لمانځل_کیږی
زمونږ خبریال وایی د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزیرې میرمن بې نظیر بوټو د ټرور دولسمه (۱۲) کلیزه نن په راولپنډۍ ښار کښې لمانځل کیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 27, 2019 09:25 Asia/Kabul
  • د بې نظیر بوټو د وژلې کلیزه نن لمانځل کیږی

زمونږ خبریال وایی د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزیرې میرمن بې نظیر بوټو د ټرور دولسمه (۱۲) کلیزه نن په راولپنډۍ ښار کښې لمانځل کیږی .

ټاکل شوی ده چې نن د پاکستان د پنجاب صوبې د  پنډۍ ښار په «لیاقت باغ »سیمه کښې د پخوانۍ لومړۍ وزیرې میرمن بې نظیر بوټو د ټرور د دولسمې(۱۲) کلیزې د لمانځلو په دستورو کښې د هغې زوی بلاول بوټو زرداری او د پیپلز ګوند نور مشران ویناوې وکړی .

د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزیرې میرمن بې نظیر بوټو زوی او د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداری ویلی دی بې نظیر بوټو د ظلم او د استبداد پرضد مبارزه وکړه او په دې لاره کښې یې خپل ځان ورکړ .

هغه ټینګار وکړ چې د خپلې مور لارې ته به دوام ورکړی .

د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزیره میرمن بې نظیربوټو د ۲۰۰۷ میلادی کال د دسمبر د میاشتې په ۲۷ نیټه د پنډۍ ښار په لیاقت باغ سیمه  کښې په یوې(۱) مرموزې ترهګرۍ حملې کښې لومړۍ په ډزو ووویشتل شوه او بیا بم چاودنې کښې ووژل شوه .

په دغه بم چاودنې کښې دوه ویشت (۲۲)نور کسان مړه او اویا (۷۰) نور ژوبل شوی هم وو .